نړۍ

په ویتنام کې د یاګي توپان له ۱۴ کسانو ژوند واخيست

د یاګي توپان د یکشنبې په ورځ ویتنام ولړزاوه او تر اوسه یې له  ۱۴ کسانږ ژوند اخيستى دى.

دغه توپان چې پرون ویتنام ته رسېدلی، د سختو بارانونو، سختو بادونو او ځمکې ښویېدو لامل شوی دی. د راپورونو له مخې تر ۷۰ ډېر کسان پکې ټپیان شوي دي.

د یاګي توپان په اسیا کې د سږ کال د آسيا په کچه تر ټولو زورور توپان دی چې له ویتنام مخکې له فلپین او چین څخه تېر شوى چې لسګونه کسان یې مړه کړي او میلیونونه یې بې کوره کړي دي.