رویټرز د دوو باخبرو سرچینو په حواله راپور ورکړی چې یمني حوثیانو پرون (دوشنبه، د وږي ۱۲مه) په سور سمندرګي کې پر دوو تېل ويستونکو کښتيو برید وکړ.
له دغو کښتيو څخه یو یې د سعودي عربستان «امجد» نومیږي او بل یې د پاناما « آبي يو اوب تل» نومیږي.
په یمن کې د ایران ملاتړي حوثيانو د څو توغندیو او بې پیلوټه الوتکو سره د آبي يو اوب تل په نښه کولو مسؤلیت په غاړه اخیستی ، مګر د سعودي د عربستان کښتۍ په اړه یې څه ندي ویلي.
خو د امریکا مرکزي قوماندانۍ «سينټکام » د تېلو پر دواړو کښتيو د برید پړه پر حوثيانو اچولې ده.
رویټرز ويلي چې کښتيو یو بل ته نږدې سفر کاوه کله چې دوی وویشتل شول، خو له کوم لوی زیان پرته يې وکولاى شول خپل سفر ته ته دوام ورکړي.
د غزې د جګړې له پیل راهیسې، سعودي عربستان، چې په نړۍ کې د تېلو تر ټولو لوی صادرونکی هېواد دی، د دغه هېواد له خاورې د سمندرګي پر کښتیو په نښه کولو سره د حوثيانو د توغنديو شاهد دى.
د لومړي ځل لپاره د نومبر په میاشت کې، حوثيانو د نړۍ په بېړیو کې په دې مهمو اوبو کې هوایي، ډرون او توغندي بریدونه وکړل. حوثیان چې د اسلامي جمهوریت له خوا یې ملاتړ کیږي، ویلي چې دوی دا بریدونه له فلسطینیانو سره د پیوستون لپاره کوي.
له هغه وخت راهیسې حوثيانو پر ۷۰ کښتیو بریدونه کړي، دوه کښتۍ یې ډوبې کړې او یوه بله کښتۍ یې نیولې ده. دوی لږ تر لږه درې کښتۍ چلوونکي هم ووژل.
د سمندري استخباراتو ګډ مرکز، چې د نړیوالو سمندري ځواکونو لخوا د حوثیانو د بریدونو د تعقیب لپاره فعالیت کوي، ویلي چې د حوثیانو په برید کې، د یمن په شمال کې د تالاب ابی ١ د تیلو ټانکر درې بالستیک توغندي وویشتل.
دغه مرکز په خپل راپور کې وړاندیز کړی چې په آبي تالاب ۱ کښتۍ باندې برید ځکه شوی چې د دغې کښتۍ د چلولو د شرکت ځینې نورې بېړۍ اسرائیلو ته روانې وې.
د دغه راپور له مخې د تالاب آبي د تېلو ټانکر لږ زیانمن شوی او مرستې ته اړتیا نه لري. په دغه برید کې د تیلو ټانکر سپرلۍ ته هم کوم زیان ندی اوښتی.