نړۍ

په ملګرو ملتونو کې د اسرائیلو سفیر: په منځني ختیځ کې له وسله والو ډلو سره د مقابلې لپاره باید له ایران سره چلند وشي

په ملګرو ملتونو کې د اسراییلو نوي سفیر ډني ډانون ویلي چې په منځني ختیځ کې له وسله والو ډلو سره د مبارزې د حل یوه برخه له ایران سره چلند دى.

د اسراییلو سفیر فاکس نیوز ته وویل: «د امنیت شورا ١٧٠١ پرېکړه لیک دا روښانه کړې چې د لبنان له اردو پرته به په سویلي لبنان کې هیڅ نظامي ځواک شتون نلري؛ خو وګورئ چې له ۲۰۰۶ کال راهیسې څه پېښېږي.»

هغه یادونه وکړه چې د لبنان حزب الله د سیمې کنټرول په لاس کې اخیستی او لبنان یې په لسګونو زره توغندیو سره د «ترهګرۍ په مرکز» بدل کړی دی.

ډني ډانون زیاته کړه چې د حماس، حزب الله او حوثیانو په څیر ډلو سره چې په سوداګریزو کښتیو بریدونه کوي د حل یوه برخه له ایران سره چلند دى چې دغو وسله والو ډلو ته مالي ملاتړ او وسلې ورکوي.

هغه وویل: «زه فکر کوم چې د دې وخت رارسیدلی چې نه یوازې اسرائیل له ایران سره چلند وکړي. بلکې غربي ډیموکراتان باید پوه شي چې پر ایران فشار راوړي. دوی باید فعال وي چې د ایران د اټومي وړتیاوو د ترلاسه کولو مخه ونیسي.»

په دې خبرو کې ښاغلي ډانون پر ملګرو ملتونو هم نیوکه وکړه او زیاته یې کړه: «راځئ چې واقعیتونه وڅېړو. حقیقت دا دی چې ملګري ملتونه د اکتوبر د اوومې پېښې د غندلو توان نه درلود. زه دا نه شم منلی.»

په ملګرو ملتونو کې د اسرایلو نوي استازي وویل چې ملګري ملتونه باید «اصلاح شي» او دا چې متحده ایالات د «اصلي هېواد» په توګه چې د ملګرو ملتونو ډیری بودیجه چمتو کوي، د دې توان لري.

هغه ملګري ملتونه یو مهم بنسټ وباله او ویې ویل: «راځئ چې ډاډ ترلاسه کړو چې ملګري ملتونه به د امنیت او سولې د ټینګښت په رښتیني اهدافو تمرکز وکړي او د سخت دریځو هېوادونو له خوا د کرکې او پارونې مرکز باندې نه بدلېږي.»

دا په داسې حال کې ده، چې ایران اسراییل په تهران کې د حماس د مشر اسماعیل هنیه په وژلو تورنوي او په وار وار یې خبرداری ورکړی چې غچ به واخلي.