د اسرائیلو پوځ اعلان کړی، چې د دغه هېواد ځانګړو ځواکونو ۵۲ کلن قائد فرحان الکادي چې له لسو میاشتو راهیسې د حماس له خوا یرغمل شوی و، د «پېچلو عملیاتو» په ترڅ کې ژغورلی دی.
د رویټرز د راپور له مخې، دغه اسراییلي یرغمل د هېواد په جنوب کې د صحرايي ټولنې غړی دی او د غزې پولې ته څېرمه په یوه ځای کې یې د ساتونکي په توګه دنده ترسره کوله چې د اکتوبر په اوومه د حماس د حملې پر مهال د دغې ډلې له خوا یرغمل شو.
د اسرائیلو د پوځ ویاند دانیل هاګاري ویلي چې فرحان الکادي د غزې په تړانګه کې د حماس په یوه ځمکتلي تونل کې ساتل شوی و، خو له دې ډلې سره يې د پاتې يرغمل شويو کسانو په اړه جزئيات نه دي ورکړي.
د اسرائیلو یوه پوځي چارواکي رویټرز ته ویلي، «په هغه سیمه کې چې الکادي موندل شوی عسکر د ځمکې لاندې د یوه پېچلي جوړښت له لارې حرکت کوي چې ګومان کیږي یرغمل یې د حماس د غړو او چاودېدونکو موادو تر څنګ ساتل کیږي.»
دغه اسراييلي چارواکي زياته کړه چې الکادي د ژغورلو پر مهال يوازې و.
روغتون ته تر لېږدولو وروسته قائد فرحان الکادي اسراييلي رسنيو ته وويل: «له شاوخوا اتو مياشتو راهيسې مې لمر نه دی ليدلی او يو بل يرغمل چې له دوو مياشتو راهيسې ورسره وم، زما تر څنګ ومړ.»
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د حماس او اسرائیلو ځواکونو ترمنځ د متقابلو بریدونه زياتوالى موندلى دي.
په وروستۍ پېښه کې، پرون د غزې په تړانګې کې طولکرم ته څېرمه د د کډوالو په يوه پنډغالي د اسرائیلو په هوايي برید کې لږ تر لږه پنځه کسان ووژل شول.
له بل پلوه، اسراییلي ښار مېشتو تېره ورځ په نیواکي سیمو کې یو فلسطینی په ډزو وواژه.