نړۍ

زیلینسکي: د روسیې پر خاوره وروستي بریدونه د جګړې د پای ته رسولو د پلان یوه برخه ده

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي وايي، د روسیې پر خاوره د دغه هېواد وروستي بریدونه د دواړو هېوادونو ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو لپاره د لوی پلان يوه برخه ده.

د واشنګټن پوسټ د راپور پر بنسټ، ښاغلي زیلینسکي په یوه ټلویزیوني مرکه کې زیاته کړې، چې اوکراین د روسیې د هغو سیمو د الحاق اراده نه لري، چې دوی نیولي دي.

هغه په ​​دې خبرو کې ټینګار وکړ: «اصلی موخه دا ده چې روسیه د جګړې پای ته رسولو ته مجبوره کړی. موږ واقعیا د اوکراین لپاره عدالت غواړو.»

ولادیمیر زیلینسکي وايي، د اوکراین د شخړې د پای ته رسولو لپاره به خپل پلان جوبایډن، ډونلډ ټرمپ او کاملا هرېس ته وړاندې کړي او که دا پلان ومنل شي او عملي شي، د کړکېچ د پای ته رسولو لپاره به د پای ټکی کېښودل شي.

په همدې حال کې د اوکراین د پوځ لوی درستیز اولکساندر سيرسکي اعلان کړی چې د دغه هېواد ځواکونه د کورسک په سیمه کې د روسیې پر ۱۳۰۰ کیلومتره مربع خاوره کنټرول لري.

هغه په ​​کورسک کې د ۱۰۰ ښارګوټو د نیولو اعلان هم وکړ او زیاته یې کړه چې تر اوسه پورې ۵۹۴ روسي پوځیان په دې سیمه کې د اوکرایني پوځیانو له خوا نیول شوي دي.

له بلې خوا د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاروف د دریمې نړیوالې جګړې د پیلېدو په اړه خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې  یوازې تر اروپا پورې به محدود نه وي او امریکا ته به هم وغځېږي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وویل چې لوېدیځ په اوکراین کې د جګړې د پراخولو په لټه کې دی او د اوکراین د وارداتو د وسلو د کارولو د محدودیتونو د کمولو لپاره د «ستونزې جوړولو په لټه کې دی».

لاروف په مسکو کې خبریالانو ته وویل: «موږ یو ځل بیا ټینګار کوو چې د اور سره لوبې کول، لکه د کوچني ماشومانو په څیر چې د اورقطۍ سره لوبې کوي، د لوېدیځو هېوادونو مسؤل لویانو لپاره چې اټومي وسلې لري خورا خطرناک دي.»

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه چې امریکایان په ښکاره ډول د دریمې نړیوالې جګړې په تړاو داسې ګونګوسې کوي چې «که خدای مه کړه دا جګړه پېښه شي، نو یوازې پرړاروپا به اغیزه وکړي.»

د يادولو وړ ده، چې روسیې په ۱۴۰۰ هـ لمريز کال په کب مياشت کې د اوکراین پر ضد خپل پوځي عملیات پیل کړل او له هغه وخت راهیسې د دواړو هېوادونو ترمنځ مرګونې نښتې روانې دي.

دا په داسې حال کې ده چې روسیې په تېرو ۴۸ ساعتونو کې د اوکراین پر بېلابېلو سیمو پراخ هوايي بریدونه کړي او یوازې تېره شپه د دغو بریدونو په پایله کې ۶ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.