پر اسرائیلو د لبنان د حزب الله له پراخو راکټي بریدونو وروسته، تر اوسه د یوه کس د وژل کېدو خبر ورکړل شوی دی.
دغې ډلې اعلان وکړ چې د یکشنبې په سهار یې د اسرائیلو پر ۱۱ پوځي اهدافو ۳۲۰ راکټونه توغولي دي.
د رویټرز اژانس د راپور له مخې د حزب الله د بريد له پیل مخکې د لبنان په ځینو برخو باندې د اسراییلو په بريدونو کې درې تنه ووژل شول.
له بلې خوا حماس اعلان کړی چې د تل آويو پر لور یې يو «اېم ٩٠» توغندی توغولی دی.
رویټرز لیکي چې د اسرائیلو، د لبنان د حزب الله او حماس تر منځ د متقابلو بریدونو په شدت سره په سیمه کې د «بشپړې چمتو جګړې» د پېښېدو وېره زیاته شوې ده.
په ورته وخت کې د دغه راپور پر بنسټ، د لبنان حزب الله او اسرائیلو ویلي چې د جګړې د لا پراخېدو مخنیوی به وکړي؛ خو دوی خبرداری ورکړی چې ښايي نور بریدونه هم وشي.
تر دې مخکې د لبنان د حزب الله مشر حسن نصرالله ویلي وو چې دغې ډلې په خپلواکه توګه پر اسراٸیلو د دې ډلې د لوړپوړي قوماندان فواد شکر د وژنې په غچ کې پراخ بريدونه پيل کړي دي.
د حزب الله مشر زیاته کړه: « موږ د خپلو بریدونو اغېز ارزوو او که پایله یې کافي نه وي، مونږ په بل وخت کې د ځواب ویلو حق لرو.»
د یادولو وړ ده چې فواد شکر چې د حزب الله یو جګپوړی قومندان دی تېره میاشت په لبنان کې د اسراییلو په برید کې ووژل شو.