په یوه توغندیز برید کې، چې ویل کېږي د اوکراین په ختیځ کې د رویټرز خبریالان په کرماتورسک کې په هغه هوټل ترسره شوي، چې د رویټرز خبریالان په کې مېشت وو، د دغه اژانس یو امنیتي سلاکار وژل شوی او دوه خبریالان یې ټپیان شوي دي.
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي ویلي، د روسیې دغه برید د اسکندر بالستیک توغندي په وسیله شوی، چې تر ۵۰۰ کیلومتره واټن ویشتلی شي.
روسي چارواکو تر اوسه د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.
رویټرز آژانس لیکلي چې د دې برید په اړه د نورو معلوماتو په لټه کې دي.
د دغه خبری آژانس د راپور له مخې دغه بريد د اوکراین په کرماتورسک ښار کې د ساپائر پر هوټل کې چې شپږ خبریالان او د رویټرز کارکونکې پکې مېشت وو، ترسره شوى دى.
دغه آژانس ليکلي، چی په دغه برید کی د دوی دوه خبریالان ټپیان شوی چې یو تن پکې ژور ټپي شوی دی.
رویټرز وايي رایان ایوانز یو پخوانی برتانوي سرتېری و چې له ٢٠٢٢کال راهیسې یې له دغه اژانس سره کار کاوه او خبریالانو ته یې د اوکراین ، اسراییل او پارېس المپیک په ګډون د نړۍ د امنیت په اړه مشورې ورکولې.
دې اژانس لیکلي: «موږ د ریان کورنۍ او عزيزانو ته خپله ژور تسليت او خواخوږي وړاندې کوو. رایان زموږ له ډېرو خبریالانو سره مرسته کړې ده څو په ټوله نړۍ کې د پېښې پوښښ لاندې راولي. موږ به هغه پسې ډېر له خفه شو.»
رویټرز زیاتوي چې د هغه د ډلې درې نور غړي چې د برید پر مهال په هوټل کې وو، خوندي دي.