په کابل کې د جاپان سفارت د طالبانو نوي توشيح شوي قانون په غبرګون کې ويلي، په افغانستان کې پر ښځو او نجونو د بندیزونو پر دوام اندېښنه لري.
دغه سفارت پر اېکس ليکلي: «د نړیوالې ټولنې سره په همغږۍ کې، له طالبانو غواړو چې د افغانستان د راتلونکي لپاره د زده کړې، کار او د حرکت د ازادۍ لپاره د افغان ښځو او نجونو غږ واوري.»
د طالبانو نوی قانون چې د هغوی د مشر له خوا د «د امربالمعروف او نهى عن المنکر قانون» تر سرلیک لاندې توشيح شوی، ۱۱۴ مخونه او ۳۵ مادې لري چې نوي محدودیتونه په ځانګړي ډول په افغانستان کې د ښځو پر بنسټیزو او بشري حقونو وضع کوي او د امربالمعروف مامورينو ته ځانګړي واکونه ورکړي دي.
د قانون له مخې، د طالبانو د امربالمعروف ادارې محتسبان د ښځو په ګډون د خلکو د نیولو او مجازاتو حق لري.
د طالبانو دا قانون د ښځو غږ د «عورت» په توګه تعریفوي او امر کوي چې د ښځو غږ باید وانه ورېدل شي او ښځې باید خپل مخونه او بدنونه په بشپړه توګه پټ کړي.
د طالبانو لخوا د « امربالمعروف او نهى عن المنکر قانون» توشيح کول چې په هېواد کې د ښځو او بشري حقونو څخه سرغړونې لا پراخوي، په کور دننه او بهر توند غبرګونونه راپارولي دي.
انجلینا جولي د سينما نامتو اداکارې په خپل انسټاګرام پاڼه کې لیکلي: «هغه سیسټم چې د ښځو بڼه، غږ او ځواک جرم ګڼي، بزدله او ظالم دی.»
د آلمان د بهرنیو چارو وزیرې انالینا بربوک د طالبانو د «د امربالمعروف او نهى عن المنکر» قانون د نفرت ۱۰۰ پاڼې په ځانګړې توګه د «ښځو ضد» قانون بللی دی.
آغلې باربوک زیاته کړې، چې دا «غیر انساني قوانین» به افغان مېرمنې له وقار، حقونو او غږ څخه بې برخې کړي او طالبان غواړي چې د نیمایي افغانانو غږ خاموشه کړي.
په تېر حکومت د بهرنيو چارو وزير او د ملي امنيت سلاکارحنیف اتمر پر اېکس لیکلي: «اسلامي نړۍ بنسټیز مسٶولیت لري، چې د دغه قانون په لغوه کولو او په هېواد کې د یوه عادلانه او مشروع نظام په رامنځته کولو کې د افغانستان د خلکو تر څنګ ودرېږي او اجازه ورنکړي، چې د اسلام له نوم څخه په کار اخيستنې د مسلمانانو ارزښتونه او باورونه او د نړۍ له نورو خلکو سره د دوی اړیکې او تعامل زیانمن شي».
دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو د عدلیې وزارت ویلي چې دا قانون د دوی مشر توشيح کړی او اوس نافذ دی.