ښځې

د ښځو د تاریخ د بدلون غورځنګ: طالبان د بینټ د سفر د بنديز لپاره «بې بنسټه او غیر منطقي» دلایل لري

د افغان ښځو تاریخ د بدلون غورځنګ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې طالبان افغانستان ته د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا د ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینټ پر سفر د بنديز لپاره «بې بنسټه او غیر منطقي دلایل» لري.

دغه غورځنګ وايي چې ښاغلي بینټ په راپورونو کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا غونډو ته د طالبانو لخوا له بشري حقونو څخه د «سيستماتيکي» سرغړونو د نه انکار شواهدو سره مستندونه وړاندې کړي دي.

د افغانستان د ښځو د تاریخ د بدلون غورځنګ وايي، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا ځانګړې راپور ورکوونکى د هغو کسانو غږ دی چې د طالبانو له خوا چوپ شوي دي.

دغه غورځنګ زیاتوي، چې د افغانستان خلک له ښاغلي بینټ ملاتړ کوي او هغه ته به په هېواد کې د طالبانو لخوا د بشري حقونو د سرغړونو مستند راپورونه ورکوي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد له دې مخکې له دویچه ویله سره په مرکه کې ویلي وو چې ښاغلی بینټ د دوی تر واک لاندې د افغانستان پر ضد د «پروپاګند» لپاره ګمارل شوی او د طالبانو لپاره د اعتبار وړ شخصیت نه دی.

هغه وویل چې ریچارډ بینټ له افغانستانه ایستل شوی او نور اجازه نه لري چې دغه هیواد ته داخل شي.

خو ریچارډ بینټ له آمو سره په مرکه کې ویلي، چې طالبانو افغانستان ته د ده پر سفر د بندیز لپاره کوم مشخص دلیل نه دی وړاندې کړی.

ښاغلی بینټ ټینګار کوي چې د هغه راپورونه او څرګندونې چې د بشري حقونو پر تګلارو او کړنو نیوکې وې، د طالبانو د پرېکړې لامل و چې پر ده یې د سفر بندیز ولګاوه.

د بینټ په وینا، هغه د تېر کال له مى میاشتې راهیسې افغانستان ته سفر نه دی کړی او طالبانو د دوی ټیم ته ویلي چې نور به په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي کوربه توب نه کوي.