د ارغواني شنبو د غورځنګ مشرې، مریم معروف آرین ويلي، د طالبانو پر وړاندې د ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې کړنې «له بده مرغه ناکافي» دي.
مېرمن آروين د زمري د ۲۴ مې په یوه وینا کې، له هغې ورځې چې طالبانو د افغانستان واک بېرته تر لاسه کړ، ويلي چې ملګري ملتونه او نړیواله ټولنه د طالبانو د جنایتونو د څرګندو شواهدو او د مداخلې د بیړنۍ اړتیا سره سره د خپل “صادقانه مسؤلیت” په ترسره کولو کې پاتې راغلي دي.
آغلې اروین ويلي، افغان مېرمنې له درېیو کلونو راهیسې د مرستې لپاره غږ پورته کوي، خو د دوی غوښتنې نه دي اورېدل شوي.
د ښځو د حقونو دغه فعاله زیاتوي چې د نړیوالې ټولنې چوپتیا او خاموشي «یوازې طالبان دې ته هڅولي چې د ښځو پر وړاندې د وژنې کمپاین ته دوام ورکړي.»
آغلې آروين وايي، افغانستان د بشري حقونو د یوه ستر ناورین په څنډه کې دی او که ملګري ملتونه او نړیواله ټولنه اقدام ونه کړي، «تاریخ به یې قضاوت وکړي».
آغلې آروين پر ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې غږ وکړ چې پر طالبانو بندیزونه او فشارونه زیات کړي او د هغو بنسټونو ملاتړ وکړي چې په افغانستان کې له طالبانو سره جګړه کوي.
د زمري د ۲۴مې په رارسېدو سره چې کابل ته د طالبانو د ننوتلو او د جمهوریت د سقوط له کلیزې سره برابره ده، ګڼو بنسټونو او هېوادونو له ښځو او نجونو سره د طالبانو د چلند په برخه کې د بیا غور غوښتنه کړې ده.
دوی پر طالبانو همدا راز غږ وکړ چې د افغانانو اساسي حقونه تامین کړي.
خو طالبانو تل د «اسلامي شریعت» په چوکاټ کې د ښځو د حقونو د پوره کولو ادعا کړې ده.