یو شمېر اعتراض کوونکو ښځو د اګسټ د ۱۵ مې (د جمهوریت ړنګېدو او واک ته د طالبان د رسېدو د ورځې) په مناسبت په اعتراضي غونډه کې ويلي چې پر افغانستان د طالبانو حاکميت «وېره او وروسته پاتې والی» رامنځته کړی دی.
دغه مېرمنې چې ځانونه د ښځو د مقاومت د شورا غړې بولي وايي، هېواد ته د طالبانو د واکمنۍ راتګ د ډېرو حقونو او ازاديو له لاسه ورکولو لامل شو چې په سختۍ باسته راغلي وو.
دغه مېرمنې په هېواد کې د نجونو او ښځو پر وړاندې د طالبانو پر تګلارو نيوکه کوي او وايي: «موږ ولاړې يو، مبارزه کوو او غلي کېږو نه.»
له بلې خوا دغه معترضې مېرمنې ملګري ملتونه له طالبانو سره په اړیکو کې په همکارۍ تورنوي او وايي چې دا ډول کړنې یوه داسې «رژيم» ته مشروعیت ورکوي چې د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو حقونه تر پښو لاندې کوي.
یوې لاریون کوونکې وویل، «ملګري ملتونه له طالبانو سره په اړيکو د هغو اصولو سره خیانت کوي چې پر بنسټ یې رامنځته شوى دى»
یوې بلې لاريون کوونکې وویل: «موږ ولاړ یو او مبارزه کوو. ښایي طالبانو زموږ هېواد نیولی وي، خو زموږ روح نشي اخيستلاى. موږ به خپل مقاومت ته دوام ورکړو، د خپلو حقونو غوښتنه به کوو او د هغه ظلم پر وړاندې به غږېږو چې پر موږ تپل شوی دی.»
دغه مېرمنو په ملګرو ملتونو غږ وکړ چې تر هغه وخته دې د طالبانو د حکومت هر ډول ملاتړ او په رسمیت پیژندنه وځنډوي تر څو چې د افغان مېرمنو او نجونو د حقونو د تامین او ساتنې لپاره روښانه ژمنې نه وي ترلاسه شوې.
دغه راز يادو ښځو پر نړيوالې ټولنې غږ وکړ چې د افغانستان د مقاومت ملاتړ وکړي او د هغو ښځو تر څنګ ودرېږي چې د حقونو، عدالت او ازادۍ لپاره مبارزې ته دوام ورکوي.
دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو په لاس د افغانستان د سقوط درې کلنې کلیزې پراخ غبرګونونه راپارولي دي، یو شمېر سیاسي څېرو، د بشري حقونو فعالانو او د ښځو د حقونو مدافعینو د اګست ۱۵مه د افغانستان په تاریخ کې «یوه توره ورځ» بللې ده.
طالبانو د اګست ۱۵مه او د جمهوریت د سقوط ورځ د «فتحې ورځ» وبلله او پرون یې ولمانځله.
خو د هېواد اوسېدونکي دغه ورځ د هېواد په تاريخ کې يوه«توره ورځ» ګڼي او ټينګار کوي چې دغه ورځ د هېواد له سياست او ټولنې څخه د خلکو په ځانګړې توګه د ښځو د لرې کولو پيلامه وه.