نړۍ

 آکسيوس: ایران به په راتلونکو څو ورځو کې پر اسراییلو برید وکړي

آکسيوس ویبپاڼې په یوه نوي راپور کې ویلي چې ایران چمتو دی چې پر اسراییل مستقیم برید وکړي او ښايي په راتلونکو څو ورځو کې دا بريد ترسره کړي.

آکسيوس دا راپور د دوو سرچینو په حواله چې نوم يې خپور شوى نه دى لیکلي دى. او همداراز يې ویلي چې نوې استخباراتي ارزونې ښیې چې دا برید د پنجشنبې په ورځ په غزه کې د اوربند د هوکړې په اړه د خبرو اترو دمخه ترسره کېدی شي.

آکسيوس د یوې سرچینې، چې د اسرائیلو د استخباراتو له وروستۍ ارزونې څخه خبر دی، دې وېبپاڼې ته ویلي، چې وضعیت لا هم د بدلون په حال کې دی؛ خو د تېرو ۲۴ ساعتونو ارزونې یو بدلون په ګوته کوي. د هغه په ​​وينا، په ايران کې داخلي بحثونه دوام لري او ښايي د ايران حکومت خپله پرېکړه بدله کړي.

آکسيوس د خپلو سرچینو په حواله زیاتوي چې د اسرائیلو استخباراتي ټولنه هم په دې باور ده چې د لبنان حزب الله به لومړی پر اسرائیلو برید وکړي او بیا به ایران مستقیما پر اسرائیلو برید وکړي.

د دغو سرچینو په وینا، د حزب الله او ایران له خوا دا بریدونه ښايي د ایران د سپاه پاسداران د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو په پرتله لوی وي او د ملکي وګړو مرکزونه هم په نښه کړي.

د اکسيوس په دغه راپور کې دا هم ويل شوي چې تېره اونۍ د اسراييلو استخبارات دې پايلې ته ورسېدل چې ايران تر اوسه د خپل ځواب د وخت او ماهيت په اړه پرېکړه نه ده کړې او دا چې نړيوال فشارونه او کورني بحثونه ښايي د دغه هېواد  رهبر علي خامنه يي د اسراییلو په وړاندې د غچ اخیستنې ځنډول، ساتل یا کمولو په لور سوق کړي. 

په همدې حال کې ملګرو ملتونو ته د ایران استازي په یوه بيان کې اعلان وکړ: «هیله لرو چې زموږ غبرګون به احتمالي اوربند ته زیان ونه رسوي او اسلامي جمهوریت به د حماس د هرې پرېکړې ملاتړ وکړي.»

اکسوي د خپل راپور په دوام لیکلي چې د اسرائیلو د دفاع وزیر یوآو ګالانت د یکشنبې په ورځ د امریکا د دفاع له وزیر لویډ آسټین سره په خبرو کې ويلي چې د ایران پوځي چمتووالی ښيي چې د ایران حکومت د یو ستر بريد لپاره چمتووالی نیسي.

د يادونې وړ ده، چې په تهران کې د اسماعيل هنيه له وژل کېدو او د لبنان د حزب الله د مشر سلاکار فواد شکر له وژل کېدو وروسته، امريکا د ايران او د هغې د نيابتي ډلو د غچ اخيستو د مخنيوي لپاره پراخو ډيپلوماټيکي هڅو ترڅنګ يې  اسراییل او حماس بیرته خبرو ته کېنول.

دا په داسې حال کې ده، چې علي خامنه اي او نورو ایراني پوځي او سیاسي چارواکو ټینګار کړی، چې دوی به د اسرائیلو پر ضد لوی غچ واخلي.

پر اسرائیلو سربېره امریکا هم ایران ته خبرداری ورکړی چې پر اسرائیلو هر ډول برید د ایران لپاره ډېرې مهمې پایلې لرلی شي.