نړۍ

د غزې پر یو ښوونځي د اسراییلو په برید کې څه باندې ١٠٠ تنه وژل شوي

د فلسطین رسمي خبري اژانس خبر ورکړی، چې نن( شنبه، زمري٢٠مه) سهار د غزې په تړانګه کې پر یوه ښوونځي چې کډوالو ورته پناه وړې وه، د اسراییلو په برید کې تر ۱۰۰ ډېر کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.

د رويټرز د راپور پر بنسټ، د حماس د رسنیو دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، «اسرائیلو د سهار د لمانځه پر مهال کډوال په نښه کړي، چې د تلفاتو په شمېر کې د چټک زیاتوالي لامل شوى.»

خو اسرائیلي پوځ ویلي چې د حماس د قوماندې مرکز یې په نښه کړی دی.

د اسرائیلو د پوځ د خبرپاڼې پر بنسټ، برید د غزې په دراج طوفه کې یوه جومات ته څېرمه د الطبعین پر ښوونځي شوی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې د تېر کال په اکتوبر میاشت کې د حماس پر ضد د اسرائیلو د جګړې له پیل راهیسې تر اوسه شاوخوا څلویښت زره کسان چې فلسطيني رسنۍ يې فلسطينيان بولي وژل شوي دي.

خو اسراییل تل ادعا کړې ده، چې د حماس پر مرکزونو یې بریدونه کړي دي.

د يادولو وړ ده، چې په تهران کې د حماس د مشر اسماعیل هنیه او په بیروت کې د لبنان د حزب الله د جګپوړي قوماندان فواد شکر وژنې په سیمه کې د «بشپړې چمتو جګړې» په اړه اندېښنې راپورته کړي دي.

سي اېن اېن مخکې راپور ورکړی و چې د لبنان حزب الله ممکن په راتلونکو ورځو کې د ایران څخه جلا په خپلواکه توګه پر اسراییل برید وکړي.

له بلې خوا د لوېدیځو هېوادونو او سیمې مشرانو تل په منځني ختیځ کې د کړکېچ د کمولو او په غزه کې د اوربند پر اړتیا ټینګار کړی دی.

په دې وروستیو کې د مصر ولسمشر د امریکا له ولسمشر جوبایډن سره په ټلیفوني خبرو کې ویلي چې یوازې په غزه کې اوربند کولای شي په سیمه کې سوله او ثبات راولي.