د لبنان د حزب الله مشر حسن نصرالله د اسرائیلو له خوا د دغې ډلې د جګپوړی قوماندان فواد شکر د وژل کېدو په غبرګون کې ویلي، چې د اسرائیلو خلاف به یوازې یا د دغې ډلې له سیمه ایزو متحدینو سره یو ځای اقدام وکړی او د مناسبې شیبې په انتظار کې دی.
د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې ښاغلي نصرالله ویلي چې د دې ډلې غبرګون چې هر ډول پایلې ولري؛ خو هغه به اجازه ورنکړي چې د اسراییلو بریدونه بې ځوابه پاتې شي.
د لبنان د حزب الله مشر ويلي، ټولې نړیوالې هڅې چې دا ډله دې ته قانع کړي چې د اسرائیلو پر ضد اقدام ونه کړي«بې ګټې» دي.
د دغو راپورنو له مخې حسن نصرالله ويلي چې ایران او سوریه په جنګ کې د داخلېدو هیڅ مکلفیت نه لری، خو دوی باید ملاتړ وکړي.
هغه زیاته کړه: «د یمن حوثيان مکلف دي چې په حدیده باندې د اسرائیلو د برید ځواب ورکړي».
د یادولو وړ ده چې د جولای د میاشتې د ۳۰ نیټې برید چې په لبنان کې د حزب الله جګپوړی قومندان فواد شکر په وژنه تمام شو، په غزه کې د جګړې له پیل راهیسې د لبنان په سویل ختیځو سیمو کې دویم ورته برید دی.