نړۍ

 د بشپړې چمتو جګړې وېره: آلمان له لبنان او د منځني ختیځ له نورو برخو څخه خپل اتباع باسي

د جرمن شپېګل ورځپاڼې راپور ورکړی چې د لبنان د حزب الله په ګډون د اسرائیلو، ایران او د ایران د نیابتي ځواکونو تر منځ د پوځي شخړې د احتمال په اړه د دغه هېواد د اندېښنې له کبله، د جرمني هوايي ځواک د خپلو اتباعو د ایستلو لپاره د «اي ٤٠٠اېم» الوتکو یوه بېړۍ چمتو کوي چې لبنان او د منځني ختیځ په نورو ځايونو کې دي.

د دغه راپور له مخې دغه الوتکې به آلماني اتباع د لبنان له پلازمېنې بيروت څخه قبرس ته ولېږدوي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ د جرمني حکومت د دغه هېواد له اتباعو غوښتي وو چې په سمدستي توګه له لبنان څخه ووځي. ځکه داسې وېره شته چې د جولان پر لوړو د حزب الله د برید په غبرګون کې چې له امله یې ۱۲ کسان ووژل شول، اسراییل ښايي پر دغه هېواد برید وکړي.

اسرائیلو تر دې مخکې ویلي وو چې د لبنان حزب الله د دغه برید مسول دی. هغه ادعا چې د لبنان حزب الله رد کړه.

په همدې حال کې د امریکا د ولسمشر دفتر اعلان کړی چې ولسمشر جوبایډن پرون (دوشنبه د رمري ۱۵مه) د امریکا د ملي امنیت له ټیم سره په منځني ختیځ کې د هر اړخیزې جګړې د زیاتېدو د خطر له امله ناسته وکړه.

په همدې حال کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند میتو مېلر اعلان وکړ چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن مخکې د قطر له لومړي وزير شېخ محمد بن عبدالرحمن آل ثاني او د مصر د بهرنیو چارو وزیر بدر عبدالطیف سره په سیمه کې د ګواښونو د کمولو پر اړتیا خبرې کړې دي.

په منځني ختیځ کې د بشپړې چمتو جګړې د خطر په اړه کړکېچونه او اندېښنې وروسته له هغه زیاتې شوې چې د حماس ډلې  سياسي دفتر مشر اسماعیل هنیه په تهران کې په خپل کور کې د ایران د نوي ولسمشر د لوړې په مراسمو کې د ګډون پر مهال ووژل شو.

ایران او حماس او هغه ډلې چې ویل کېږي دغه هېواد یې ملاتړ کوي، د دې وژنې پړه پر اسرائیلو اچوي.