د جي ٧ ډلې د بهرنیو چارو وزیرانو په یوه غونډه کې په منځني ختیځ کې له ټولو ښکېلو خواوو وغوښتل چې له داسې کړنو ډډه وکړي چې د کړکېچ د زیاتېدو لامل کېږي.
د رویټرز د راپور له مخې، د جي ٧ ډلې په خبرپاڼه کې راغلي: «موږ د وروستیو پېښو په اړه خپله ژوره اندېښنه څرګندوو چې په سیمه کې د کړکېچ د پراخېدو لامل کېدای شي. موږ له ښکېلو خواوو څخه غواړو چې د هر هغه عمل مخه ونیسي چې خبرې اترې ګډوډوي او تاوتریخوالی زیاتوي.»
د جي ٧ ډلې د بهرنیو چارو وزیرانو همداراز د اوربند د هوکړې د تړون او په غزه کې د اسرائیلو د یرغمل شویو بندیانو د خلاصون غوښتنه وکړه او دغه راز یې د فلسطین له خلکو سره د بشردوستانه مرستو د زیاتولو لپاره د دغې ډلې د غړیو هېوادونو په ژمنتیا ټینګار وکړ.
رویټرز لیکي چې په منځني ختیځ کې کړکېچ چې په غزه کې د اسراییلو د لس میاشتنۍ جګړې له امله رامنځته شوى، په وروستیو ورځو کې په تهران کې د حماس د سياسي دفتر مشر اسماعیل هنیه له وژل کېدو وروسته نور هم زیات شوی دی.
د لبنان حزب الله او حماس ډلو چې ایران يې ملاتړى بلل کېږي، خبرداری ورکړی چې اسرائیلو ته به ځواب ورکړي.
په همدې حال کې په دې وروستیو ورځو کې د ایران له خوا په اسراٸیلو کې پر اهدافو د بریدونو احتمال هم پیاوړی شوی دی.