په بنګله دېش کې لاريونونه په تاوتریخوالي بدل شوي، چې لږترلږه ٧ کسان یې وژلي او لسګونه نور یې ټپیان کړي دي.
لارىون کوونکي د لومړۍ وزیرې شیخ حسینې د لیرې کېدو غوښتنه کوله.
لاريونونه د پوليسو او د واکمن ګوند د پلويانو له خوا له تاوتريخوالي سره مخ شول.
لاريونوالو د یکشنبې په ورځ یو ځل بيا سړکونو ته راووتل او د لومړي وزير شیخ حسینه د استعفاء غوښتنه یې وکړه.
د راپورونو له مخې لاریونونه په تاوتریخوالي بدل شوي، چې لږترلږه ٧ کسان پکې وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.
پولیسو هم د لاريونوالو د خورولو لپاره اوښکې بهونکي ګاز او برېښنايي شارټ ورکوونکي نارنجک وکارول.
دسرچينو په وينا، په پابنا ولسوالۍ کې دحکمران عوامي ليګ د مشرې شيخ حسينه د تحريک د پلويانو او لاريونوالو ترمنځ په نښتو کې درې کسان وژل شوي او ٥٠ نور ټپيان شوي دي.
په همدې حال کې د بګورا ولسوالۍ د روغتون چارواکي وايي چې په دې ولسوالۍ کې د تاوتريخوالي له امله دوه تنه وژل شوي دي.
د حفظ الصحې د توکو پلورونکي محمد انور وويل: «ټول وزيران پټ دي.»انتظار وکړئ او وګورئ چې خلک څنګه د لومړۍ وزیرې کور شاوخوا ګرځي. که شیخ حسینه په خپله خوښه استعفا ونه کړي، موږ به خپل بل ګام پورته کړو.»
د بنګله دېش يو تبعه وویل: “موږ له حکومت څخه غواړو چې استعفا وکړي.” موږ ټول به هغه زرین دور ته بیرته راګرځو چې موږ په تیرو وختونو کې درلودل. له همدې امله سړکونو ته راووتلو.»
په همدې حال کې یوې ډلې د بنګله دېش په پلازمېنه کې د بنګابندو شیخ مجیب طبي پوهنتون پر روغتون برید کړی او ویجاړ کړی يې دی.
پر روغتون هغه مهال برید وشو چې محصلین د لومړۍ وزیرې د لیرې کولو پر ضد د اعتراض لپاره په چمتوالي بوخت وو.
شیخ حسینې سږ کال د څلورم ځل لپاره ټاکنې وګټلې او له هغه وخت راهیسې په هېواد کې له تاوتریخوالي ډک لاریونونه روان دي.
تېره میاشت د حکومتي دندو د سهميه بندۍ پر سر د تاوتریخجنو لاريونونو په ترڅ کې لږ تر لږه ۱۵۰ کسان وژل شوي، زرګونه نور ټپیان شوي او شاوخوا ۱۰ زره نیول شوي دي.