د ښځو د هيلو کړکۍ غورځنګ په یوه خبرپاڼه کې د اګست پنځلسمه (په افغانستان کې د جمهوریت د ړنګېدو او د طالبانو د بېرته راګرځېدو ورځ) په هېواد کې یوه توره ورځ بللې او ویلي یې دي چې په افغانستان کې ددې ورځ په تکرارېدو «د ښځو د سیستماتیک له منځه وړل، د بشریت پر ضد جرمونه، نسل وژنه، د ټولو افشارو څخه د بې ګناه خلکو وژل، بې وزلي، ناامني او ترهګري »ورځ تر بلې پراخېږي.
دغه غورځنګ په یوه خبرپاڼه کې وویل، «د اګست ۱۵مه د دوحې د ننګوونکي تړون په ،پايله کې یوې نړیوالې ترهګرې ډلې ته د یوه ډیموکراټيک هېواد د تسلیمېدو تاریخي کلیزه ده.»
د ښځو د هيلو کړکۍ غورځنګ همداراز ویلي چې د جمهوري حکومت سقوط او په هیواد کې د طالبانو بیرته واک ته رسیدل یوه تراژیدي وه او د دې «ناورین» ژورتیا د هغه نجلۍ په سترګو کې چې له زده کړې څخه پاتې وي، په هېواد کې د نجونو د ځان وژنې په کچه، فقر او بې روزګاري، شته کړکېچ او کډوالي کې لیدل کېدی شي.
ياد غورځنګ وویل، «له دې ټولو سره سره، طالبان بې له کوم حده خپلو جنایتونو ته دوام ورکوي»
دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست د ۱۵ نېټه پر افغانستان د بيا واک تر لاسه کولو راهيسې ، ښځې او نجونې له خپلو ټولو اساسي حقونو بې برخې کړې او د ښځو د ژوند په بېلابېلو اړخونو یې سخت محدودیتونه وضع کړي دي.
وروسته له هغه چې طالبان بیا واک ته ورسېدل، دوی له شپږم ټولګي څخه پورته نجونې له زده کړو منعې کړې او د پوهنتونونو دروازې یې د نجونو او ښځو پر مخ وتړلې.
طالبانو د خپلې کابو درې کلنې واکمنۍ پر مهال د کانکور په ازموينه کې د نجونو په ګډون بنديز ولګاوه او په ټول افغانستان کې آن د یوې انجلۍ له ګډون پرته يې هم د کانکور ازموینه واخستله.