د ملګرو ملتونو علمي او کلتوري سازمان (یونيسکو) ویلي دي چې د جنسیت برابري په دې سازمان کې يو نړیوال لومړیتوب دی.
یونسکو نن (شنبه، د زمري ۱۳مه) په یوه راپور کې ویلي چې په ټوله نړۍ کې ۱۲۲ میلیونه نجونې او ۱۲۸ میلیونه هلکان له زده کړو بې برخې دي.
د دغه راپور پر بنسټ، ښځې لا هم د ټولو لویانو نږدې دوه پر دریمه برخه جوړوي چې لوستل نشي کولی.
په ورته وخت کې، یونیسکو د تعلیمي سیسټم په اوږدو کې د جنسیت برابرۍ ته د لاسرسي، منځپانګې، شرایطو او د تدریس او د زده کړې طریقې، د ژوند او کاري فرصتونو په برخه کې د پاملرنې غوښتنه کړې.
په همدې حال کې، د ملګرو ملتونو علمي او کلتوري سازمان (یونيسکو) ټینګار کړى: «زموږ ستراتیژي د جنسیت د برابرۍ په برخه کې او د زده کړې له لارې د سیسټم په کچه بدلون باندې تمرکز کوي ترڅو ټول زده کونکي په درېيو مهمو برخو کې مساوي ګټه پورته کړي.»
طالبانو پر هېواد د واک تر لاسه کولو وروسته تر شپږم ټولګي پورته د ښوونځيو دروازې د نجونو پر مخ تړلې د دې بنديز څخه د کلونو وروسته يې لا هم د بېرته خلاصولو لپاره کوم اقدام نه دی کړی.
بل خوا يو شمېر ښځينه زده کوونکې وايي، چې له کلونو کلونو د زده کړو له حقه بې برخې شوي، او لا هم بې برخليکه ژوند کوي.