نړۍ

ټيليګراف ورځپاڼه: موساد د حماس د سياسي مشر د وژلو لپاره ایراني مامورين ګمارلي وو

د ټیلیګراف ورځپاڼې راپور ورکړی چې موساد په تهران کې د حماس سياسي دفتر مشر اسماعیل هنیه په کور کې د بم اېښودلو لپاره ایرانی مامورين ګمارلي وو.

يادې ورځپاڼې ویلي چې د اسماعیل هنیه د وژلو لومړۍ دسیسه د می په میاشت کې هغه وخت جوړه شوې وه چې هغه د ایران د پخواني ولسمشر ابراهیم رئیسي په جنازه کې ګډون وکړ.

دوو ایراني چارواکو دې ورځپاڼې ته ویلي دي چې د مى په میاشت کې د ښاغلي هنیه وژنه په ودانۍ کې د خلکو د ګڼې ګوڼې او د دې حملې د ناکامۍ د زیات احتمال له امله  ونه شوه.

ټیلیګراف د دغو سرچینو په حواله لیکلي چې د هنیه د وژلو په لومړي پلان کې دوو ایراني مامورانو د تهران په شمال کې سپاه پاسداران د مېلمستون په درېیو خونو کې چې د هنيه د اوسېدو احتمالي ځاى و، چاودېدونکي توکي ځای پر ځای کړي وو.

خو د دې راپور له مخې، دې سرچینو ویلي چې دوی په ودانۍ کې ځاى پرځاى شوې پټې کيمرې په خپل اختيار کې لري چې پکې امنیتي مامورين  په څو دقیقو کې څو خونو ته په پټه د ننوتلو په حال کې ليدل کېږي.

دغو ایراني چارواکو ټیلیګراف ته همداراز ویلي چې د حماس د مشر د وژلو د لومړني ناکام پلان وروسته یې عاملان له ایرانه ووتل.

د دغه راپور له مخې دغه ماموران لا هم په ایران کې دننه سرچینې لري.

د يادولو وړ ده، چې ښاغلی هنیه پرون سهار (چهارشنبه د جولای ۳۱مه) په تهران کې په خپل کور کې ووژل شو.

ایراني چارواکو تر اوسه په تهران کې د ښاغلي هنیه د استوګنې، د دغه برید د څرنګوالي او ډول په اړه څه نه دي ویلي.