نړۍ

پر اوکراین کې د روسیې د بې پیلوټه الوتکې په برید کې ۶ تنه ټپیان شوي دي

د اوکراین په خارکيیف سیمه کې د روسیې د بې پیلوټه الوتکې په برید کې ۶ تنه ټپیان شوي دي.

رویټرز د یوې رسمي سرچینې په حواله راپور ورکړی چې دا بې پیلوټه الوتکه د مسافر وړونکي بس سره ټکر شوې.

د خارکیف قوماندان اوله سینيهوبوف ويلي:«د روسیې یوې بې پیلوټه الوتکې د جمعې په سهار د اوکراین په شمال ختیځ کې د خارکیيف په سیمه کې د مسافر وړونکي بس سره ټکر وکړ، او د ساختماني چارو شپږ کارکوونکي یې ټپیان کړل، چې د یو تن وضعیت نازک دی.»

هغه وايي چې دا پېښه د درهاچي ښارګوټي ته نږدې د هیلیبوکه څخه شاوخوا ٤٠ کیلومتره (٢٥ میله) ته نږدې شوې ، چې یو له سرحدي مېشت ځایونو څخه دی چې روسیې پکې د می میاشت کې په جګړه کې نوې جبهه پرانیستله.

دا په داسې حال کې ده، چې د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ میاشت کې د اوکراین پر ضد د روسیې د جګړې له پیل راهیسې د جګړې د کرښې دواړو غاړو ته زرګونه کسان وژل شوي، لسګونه زره نور ټپیان شوي او سلګونه زره نور بې ځایه شوي دي.