نړۍ

اوکراین سره د امریکا داېف- ۱۶جنګي الوتکو مرستې وروستي کول

د امریکا متحدو ایالتونو  اوکراین هوايي ځواک ته د پوځي مرستو د لومړۍ بستې لېږل چې د اېف-١٦ جنګي الوتکې هم پکې شاملې دي، ورستي کړل.

د اسوشیټیډ پرېس د راپور پر بنسټ، د متحده ایالاتو ولسمشر جوبایډن د اوکراین له څو میاشتو ټینګار او په متحده ایالاتو له بحثونو وروسته د ٢٠٢٤ په اګست کې اوکراین ته د اېف-١٦ جنګي الوتکو د لېږلو جواز صادر کړ.

د دغه راپور پر بنسټ، د ډنمارک، ناروې او بلجیم په ګډون د ناټو څو نورو غړو هم ژمنه کړې چې اوکراین ته به ایف-۱۶ جنګي الوتکې ورکوي، چې په دې سره به یې شمېر ۶۰ ته ورسېږي.

دا لا څرګنده نه ده چې د دغو جنګي الوتکو څخه به څومره اوکراین او د کوم هیواد له خوا استول کېږي.

خو تر دې مخکې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي فرانس پرېس ته ویلي وو چې کییف شاوخوا ۱۳۰ جنګي الوتکو ته اړتیا لري.

له بل پلوه، روسیې خبرداری ورکړی چې د دوی ځواکونه به د  د اېف-١٦ جنګي الوتکو په ګډون د ټول تجهيزات چې د لويديځ لخوا اوکراین ته ورکول کیږي، په نښه کړي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف څه وخت مخکې ويلي وو چې هېواد یې اوکراین ته د اېف-١٦ جنګي جټ الوتکو لېږل د اټومي وسلو د ظرفیت له امله یو «اټومي» ګواښ ګڼي.

د يادولو وړ ده، چې اېف-١٦ جنګي الوتکې خورا لوړ حرکت لري او د غږ د سرعت پ پرتله يې سرعت دوه چنده دي. دغو الوتکو له هوا څخه هوا او له هوا څخه ځمکې ته په بریدونو کې خپله وړتیا ثابته کړې او له ۳زره۲۰۰ کیلومترو څخه زیات واټن وهلو وړتیا لري. دا الوتکې همدارنګه کولی شي په هر ډول هوا کې الوتنه وکړي او مختلف لارښود شوي مهمات ولېږدوي.