نړۍ

د اسماعیل هنیه وژنه: ایران او یمن درې ورځنی ماتم اعلان کړ

ایراني رسنیو خبر ورکړی، چې د ایران او یمن حکومتونو د حماس د سیاسي مشر اسماعیل هنیه تر وژل کېدو وروسته درې ورځې ملي ماتم اعلان کړی دی.

د ایران د اسلامی جمهوریت مذهبي مشر علی خامنه ای د اسماعیل هنیه د وژنې په غبرګون کې په یوه غونډه کې ويلي چې د هغه د وژنې غچ به واخلي.

تسنیم خبري اژانس پر اېکس لیکلي چې یمن هم درې ورځنی ماتم اعلان کړی دی.