نړۍ

د ترکیې ولسمشر: د هنیه وژنه د فلسطین مقاومت نه کمزوری کوي

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان نن ( چهارشنبه،د زمري ۱۰) په تهران کې د حماس د سیاسي دفتر د مشر اسماعیل هنیه وژنه وغندله او ویې ویل چې دا وژنه د فلسطینیانو اراده نه کمزورې کوي.

اردوغان پر اېکس ټولنیزه شبکه ليکلي: «دا وژنه یو شرموونکی عمل دی چې موخه یې د فلسطینیانو روحیه له مینځه وړل، د هغوی تر فشار لاندې راوړل او د فلسطیني ارادې، د غزې د باعزته مقاومت او زموږ د فلسطیني وروڼو حقه مبارزه ماتول دي.»

په ورته وخت کې، د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان هم پر اېکس ټولنیزې شبکې په یوه ځړونه کې ویلي چې هنیه «خپل ژوند فلسطین ته د سولې او آرامۍ راوستلو لپاره وقف کړی و. موږ په دې وروستیو کې د اوربند د تامین لپاره د هغه هڅې  شاهدان وو.»

د حماس مشر اسماعیل هنیه د چهارشنبې په سهار په تهران کې ووژل شو.

تر اوسه د حماس د سیاسي مشر د وژل کېدو د څرنګوالي په اړه معلومات نشته.

د ایران د نوي ولسمشر د لوړې په مراسمو کې د هنیه له ګډون څو ساعته وروسته سپاه پاسداران د هغه مړینه تایید کړه او ویې ویل چې په دې اړه څېړنه کوي.

هنيه چې په قطر کې اوسېده، د حماس د نړيوالې ډيپلوماسۍ مشهوره څېره ګڼل کېده.