د فلسطین د حماس ډلې د سیاسي دفتر مشر او رهبر اسماعیل هنیه په ایران کې ووژل شو.
ایراني رسنیو د دغه هېواد د سپاه پاسداران په حواله خبر ورکړی، چې په ایران کې د ښاغلي هنیه کور په نښه شوی او هغه او یو ساتونکی یې وژل شوي دي.
تر اوسه د برید نور جزئيات په لاس کې نشته.
حماس په یوه خبرپاڼه کې په ایران کې د دې ډلې د سیاسي دفتر د مشر اسماعیل هنیه مړینه تایید کړې او هغه یې «شهید» بللی دی.
د ایراني رسنیو د راپورونو پر بنسټ، په دغه خبرپاڼه کې راغلي دي: « د حماس اسلامي مقاومت غورځنګ زمونږ د ګران هیواد فلسطین د بچیانو، د عربو او اسلامي ملت او د نړۍ د ټولو ازادو خلکو په ویر ماتم کوي.»
ایراني چارواکو تر اوسه د ښاغلي هنیه د اوسېدو ځای نه دی په ډاګه کړی.
له بلې خوا د حماس پر مشر د برید پړه چا یا کوم هېواد پر غاړه نه ده اخیستې.