د انګلستان په ساوت پورټ ښار کې د چاقو په برید کې دوه ماشومان وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان شوي دي.
د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې، تورن کس ۱۷ کاله عمر لري او دغو رسنیو ویلي چې دا برید «ترهګریز» نه و.
د دې پېښې قربانیان ماشومان د ساوت پورټ ښار د نڅا په روزنځاى کې په یوه سیمه ییز پروګرام کې راټول شوي وو چې بریدګر د دوی ټولګي ته ننوت او برید یې پرې وکړ.
د دغو راپورونو پر بنسټ، په دغه پروګرام کې ګډون کوونکي ماشومانو د ۶ او ۱۱ کلونو ترمنځ عمرونه درلودل.
د انګلستان لومړي وزير کى ير سټارمر دغه بريد «وحشيانه او ژور ټکان ورکوونکی» بللی او ويلي يې دي چې جزئيات يې څاري.
د ساوت پورټ ساحلي ښار د انګلستان په شمال لویدیز کې موقعیت لري او په دې هیواد کې د لېورپول بندر ته نږدې نسبتا يو کوچنی ښار دی.
د يادونې وړ ده چې په دې پېښه کې دوه تنه چې د بريدګر د مخنيوي هڅه يې کوله هم ټپيان شوي دي.
د انګلستان پولیسو تر اوسه د بریدګر نوم او د دې برید احتمالي انګیزه نه ده په ډاګه کړې.