نړۍ

۳۰ افغان او نیپالي کډوال په صربستان کې د موټر د چپه کېدو له امله ټپیان شوي 

په صربستان کې د یوه موټر د چپه کېدو له امله دېرش افغان او نیپالي کډوال ټپیان شوي دي.

د صربستان دولتي ټلویزیون راپور ورکړی چې دا پېښه د جمعې په ورځ (زمري ۵) د دغه هېواد په جنوب ختیځ کې په یوه سیمه کې رامنځته شوې ده.

د راپور له مخې، ټپيان په ياد هېواد کې تر درملنې لاندې دي.

د صربستان د دغه رسنۍ د راپور ورکړى، چې دغه کډوال د نیپال او افغانستان وو.

راپور وايي، پېښه د بیلا پالانکا ښارګوټي ته څېرمه هغه مهال رامنځته شوه، چې د کډوالو یو موټر له عمومي سړک څخه واوښت.

د يادولو وړ ده، چې په دغه موټر  د ٥٠ افغان او نیپالي کډوال لېږدول.

صربستان د بالکان لارې په اوږدو کې پروت دی، چې کډوال په ځانګړې توګه د اسیايي هېوادونو کډوال ترې کار اخلي.

د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې تېر زيږديز  کال شاوخوا سل زره کډوالو اروپا او غربي هېوادونو ته د رسېدو لپاره دغه لاره کارولې ده.