نړۍ

غبرګونونه: سپینې ماڼۍ په اسرایلو کې د فوټبال پر ډګر برید «وحشتناک» وباله

سپینې ماڼۍ د اسراییلو په شمال کې د دروزي ها په کلي کې د فوټبال پر ډګر د توغندیز برید غندنه وکړه او دا بريد چې د ماشومانو په ګډون يې ۱۱ تنه ووژل، «وحشتناک» وباله.

د رویټرز په وینا، د سپینې ماڼۍ ویاندې په یوه خبرپاڼه کې ویلي: «د لبنان د حزب الله په ګډون د ټولو ترهګرو ډلو په وړاندې چې ايران يې ملاتړ کوي د اسراییلو د امنیت لپاره زموږ ملاتړ اوسپنیز او ثابت دی.»

په ورته وخت کې ډونلډ ټرمپ هم د جولان پر لوړو د اسرائیلو دغه توغندیز برید «وحشتناک» بللی او ویلي یې دي، که دی د امریکا ولسمشر وای، نو «هیڅکله به داسې پېښه نه وای شوى».

ټرمپ وايي: «موږ نشو کولی د دې بریدونو دوام ته اجازه ورکړو.»

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ تګلارې مشر جوزپ بورېل دغه برید یو «د وينو حمام» بللی او په کلکه یې غندلی دی.

هغه په ​​دې قضیه کې د یوې خپلواکې نړیوالې څېړنې او له ټولو ښکېلو خواوو د زغم غوښتنه وکړه.

د يادونې وړ ده، چې اسرائيلي چارواکو د دې بريد مسٶلين د حزب الله ډله يادوي او ويلي يې دي، چې دوى د دې لبناني ډلې پر وړاندې غبرګون ښيي چې «ايران يې ملاتړ کوي.» خو حزب الله په دې برید کې لاس لرل رد کړي دي.