نړۍ

د غزې په جګړه کې د وژل شویو کسانو شمېر څه باندې ۳۹ زرو ته ورسېد

د غزې د روغتیا وزارت اعلان کړی چې په غزه کې د اسراییلو او حماس ډلې ترمنځ د جګړې له پیل راهیسې تر اوسه تر ۳۹ زرو زیات کسان وژل شوي دي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې د حماس او اسراییلو ترمنځ په جګړه کې تر اوسه ۳۹زره۱۷۵ فلسطینیان وژل شوي دي.

د غزې د روغتیا وزارت همداراز ویلي دي چې د جګړې له پیل راهیسې ۲،۳ میلیونه کسان بې ځایه شوي دي.

د یادونې وړ ده، چې د جګړې له پیل راهیسې د غزې روغتیايي سیستم هم زیانمن شوی دی.

رویټرز وايي، د جګړې له لومړیو میاشتو روغتونونو ته د رسېدلو جسدونو په شمېرلو سره تلفات په بشپړه توګه محاسبه شوي او په دې معلوماتو کې د ډېرو وژل شویو کسانو نومونه او د پېژندنې شمېرې هم شاملې دي.

دا په داسې حال کې ده چې په غزه کې د اوربند خبرې چې د قطر او مصر په منځګړیتوب او د امریکا په همکارۍ پیل شوې، تر اوسه کومې نتیجې ته نه دي رسیدلي او وخت په وخت له کړکېچونو سره مخامخ شوي دي.