د امریکا د استازو جرګې پخوانۍ مشرې ناسي پلوسي پرون (چهارشنبه د جولای ۲۴) په کانګرېس کې د اسراییلو د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو د وینا په اړه ويلي چې د هغه وینا په دې جرګه کې د بهرنیو چارواکو ترمنځ د خپل ډول تر ټولو ناوړه وینا وه.
هغې پر اېکس لیکلي چې هغه اسراییلي کورنۍ چې د حماس لخوا د اکټوبر د اوومې په برید کې قرباني شوي دي د اوربند تړون غواړي او تمه کېږي چې د دې هېواد لومړی وزیر دې هدف ته د رسېدو لپاره خپل وخت مصرف کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا په کانګرېس کې د بنیامین نتانیاهو پرونۍ وینا د ډیموکراټانو له مخالفت سره مخ شوه او د کانګرېس یو شمېر ډیموکراټ غړو په کې برخه وانخيسته.
هغه په داسې حال کې کانګرېس کې وينا کوله چې زرګونو کسانو د ده وينا له ځاى بهر په غزه کې د اسرائیلو او حماس د جګړې پر ضد لاريون وکړ.
د یادولو وړ ده چې په لسګونو دیموکراټ وکیلانو د هغه خبرې له پامه غورځولې او د حماس تر کنټرول لاندې په غزه کې د زرګونو ملکي وګړو په وژل کېدو او د بشري ناورین په اړه یې خپله خواشیني څرګنده کړه.
د يادولو وړ ده، چې په دې وینا کې نتانیاهو د حماس پر وړاندې د اسرائیلو په جګړه کې د ۳۹ زره فلسطینیانو وژل کېدل رد کړل.
په دې وینا کې د اسرائیلو لومړي وزیر همداراز د حماس او د «ایران تر ملاتړ لانړې» نورو ډلو پر ضد په جګړه کې د امریکا د متحدو ایالتونو د ملاتړ د پیاوړتیا غوښتنه وکړه.