نړۍ

جان کېري: د دې وخت دی چې یوازینی کس ته چې ټرمپ یې مات کړ، غوږ ونيسو

د امریکا د بهرنیو چارو پخواني وزیر جان کېري د ۲۰۲۴ کال له ټاکنو څخه د جوبایډن د وتلو د پرېکړې هرکلی کړی او ویلي یې دي چې اوس د دې وخت دی چې د یوازیني کس خبرې واورئ چې ډونالډ ټرمپ ته یې ماتې ورکړې ده.

هغه پر اېکس لیکلي:« پوهېږم چې د نن ورځې قرباني ورکوونکې پرېکړه د هغه چا لپاره چې خپل ټول ژوند یې د هېواد په خدمت کې تېر کړى، څومره سخت وه»

کېري همدا راز زیاته کړه: «د ډیموکراسۍ، د اتحاديو، اقتصادي عدل او زموږ د سیارې د راتلونکي لپاره، اوس د دې وخت دی چې یوازینی کس ته غوږ ونیسو چې ډونالډ ټرمپ ته یې ماتې ورکړې، او موږ باید په ولسشمرې د کاملا هرېس د بدلولو لپاره د هرې هڅې مرستې سره یو ځای شو.»

د يادونې وړ ده، چې د امريکا ولسمشر جوبايډن تېره شپه له ټاکنيزو کمپاينونو لاس په سر شو او له لرې کېدو وروسته يې د ډيموکراټ ګوند د نوماندې په توګه له خپلې اوسنۍ مرستيالې کاملا هرېس څخه خپل ملاتړ اعلان کړ.