په بنګله دېش کې د محصلینو له تاوتریخوالي وروسته سترې محكمې نن (يکشنبه، چنګاښ٣١مه) د دولتي دندو د سهمیه بندۍ د طرحې یوه لویه برخه لغوه کړه.
د محکمې د حکم پر بنسټ، ۹۳ سلنه دولتي دندې د ازادې سیالۍ پر بنسټ د خلکو پر مخ خلاصې دي.
محصلینو وروسته له هغه په تاوتریخوالي لاس پورې کړ چې ۳۰ سلنه دولتي دندې د هغو کورنیو لپاره ځانګړې شوې چې له پاکستانه د دې هېواد د ازادۍ لپاره یې مبارزه کړې وه.
په بنګله دېش کې د يوې اوونۍ تاوتريخوالي په ترڅ کې ۱۱۴ کسان وژل شوي دي.