نړۍ

لسګونه فلسطینیان د اسرائیلي ځواکونو په هوایي بریدونو کې ووژل شول

د شنبې په سهار د اسرائیلو پوځ د غزې تړانګې مرکز او ځینې برخې په هوايي او توپچي بریدونو سره په نښه کړې چې په پایه کې خلکوته مرګ ژوبله اوښتې.

په همدې حال کې یو شمېر هېوادونه د هغو حل لارو پر عملي کېدو ټینګار کوي چې د دواړو لورو ترمنځ تاوتریخوالی پای ته ورسوي.

له دې سره د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په قاهره کې خبرو ته هیله من دی او وايي چې دواړه لوري یوې هوکړې ته نږدې شوي دي.

د غزې د تړانګې په مرکز او نورو برخو کې د نصیرات په پنډغالي کې په لسګونو فلسطینیان په هوایی برید کې ووژل شول.

د اسرائیلو پوځ وايي، د غزې تړانګې په سویل رفح ښار کې یې د فلسطیني ډلو موخې په نښه کړي او د حماس یو شمېر جنګیالي یې هم وژلي دي.

د غزې د روغتیا وزارت راپور ورکړی چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په غزه کې ۳۷ تنه وژل شوي او ۵۴ تنه نور ټپیان شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په غزه کې د دغه کړکېچ د ختمولو لپاره خبرې اترې کومې پایلې ته نه دي رسېدلي. خو د امريکا د بهرنيو چارو وزير هیله من ښکاري او وايي، چې ځينې مسايل بايد د خبرو اترو له لارې حل شي.

انتوني بلینکن خبریالانو ته وویل:«زه باور لرم چې موږ د هغې موخې پر لور روان یو چې داسې یوې هوکړې ته ورسېږو چې د اوربند او کورونو ته د یرغمل شويو د راستنېدو لامل شي. د تلپاتې سولې او ثبات لپاره موږ په یوه ښه لاره روان یو.»

په همدې حال کې د عدالت نړیوالې محکمې په فلسطیني خاوره کې د اسرائیلي پوځیانو شتون «غیر قانوني» او له نړیوالو قوانینو څخه سرغړونه بللې ده.

دغې محکمې همداراز د فلسطين د خاورې د دوامداره اشغال د ختمولو او په فلسطيني ځمکو کې د ښار جوړونې د درېدو غوښتنه کړې ده.

نواف سلام، د عدالت نړیوالې محکمې رئیس وایی:«د محکمې د موندنو له مخې چې په اشغال شوي فلسطیني سیمو کې د اسرائیلو د شتون دوام غیر قانوني دی، محکمه په دې باور ده چې دا ډول شتون یو غلط عمل دی چې دا نړیوال مسؤولیت لري.»

د دغې محکمې د دغه دريځ د اروپايي هېوادونو په ګډون د يو شمېر هېوادونو له خوا هرکلى شوى او د غزې د کړکېچ د حل لپاره يې د دوو دولتونو د حل لارې د عملي کېدو غوښتنه کړې ده.

خو د اسرائيلو لومړي وزير بنيامين نتانياهو د دې محکمې پر دريځ نيوکه کړې او ويلي يې دي، چې فلسطين د دوی د پلرونو خاوره ده او يهودان د دوی په پلرني ټاټوبي کې اشغالګر نه دي.