نړۍ

فدرالي پولیس پر ټرمپ بريد د کورنۍ ترهګرۍ په توګه څېړي

اسوشیټیډ پرېس راپور ورکړی چې د متحده ایالاتو فدرالي پولیس پر ډونالډ ټرمپ د شنبې د ورځې ډزې د «کورنۍ ترهګرۍ» او همدارنګه د«وژنې هڅې» په توګه څېړي.

د څېړنو فدرالي اداره (اېف بي آى) «کورنۍ ترهګري» په متحده ایالاتو کې د هغه عملونو په توګه تعریفوي چې هدف یې د خلکو ډارول، مجبورول یا د حکومت په پالیسۍ اغېزه کول وي.

د دغه راپور پر بنسټ،اېف بي آى تر اوسه د دغه برید ترشا انګېزه نه ده په ګوته کړې.

د دغه خبري اژانس د راپور له مخې، بریدګر چې پر ټرمپ یې بډزې کړې، پخوا د اېف بي آى تر څارنې لاندې نه و او یوازې یې دا کار ترسره کړى.

په عین حال کې، د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن د ډونالډ ټرمپ د وژنې د هڅې په اړه د «هر اړخیزو او چټکو» څېړنو امر کړی دی.

بایډن په متحده ایالاتو کې له ټولو څخه وغوښتل چې اېف بي آى او نورو مسؤلو ادارو ته اجازه ورکړي چې د ډزو د انګېزې په اړه د فرضيو پرځای خپلې پلټنې ترسره کړي.

شل کلن توماس متيو کروکس د پنسلوانیا د بټل پارک سيمې اوسیدونکی  په ډونالډ ټرمپ د بریدګر په توګه پیژندل شوی دی.

هغه وروسته له هغه چې پر ټرمپ یې ډزې وکړې د امنیتي چارواکو له خوا په ډزو ووژل شو.