نړۍ

پر ټرمپ د برید په اړه غبرګون: د کاناډا لومړی وزیر وايي سیاسي تاوتریخوالی د منلو وړ نه دی

د کاناډا لومړي وزیر جسټین ټروډو ویلي چې «سیاسي تاوتریخوالی» د منلو وړ نه دی او هغه د ښاغلي ټرمپ او د هغه د ​​​​ټاکنیز کمپاين غونډې له ګډون کونکو سره خپله خواخوږي څرګندوي.

په ورته وخت کې، د بريټانیا لومړي وزیر کى یر سټارمر وویل چې هغه د ټرمپ د کمپاین په غونډه کې ټکان ورکوونکو صحنو حیران کړی دی.

هغه زیاته کړه، « سیاسي تاوتریخوالی که په هره بڼه وي؛ زموږ په ټولنو کې ځای نه لري او زما فکر د دې برید له ټولو قربانیانو سره دی،»

 د امریکا د ولسمشر مرستیالې کاملا هاریس په یوه پیغام کې ویلي چې په پنسلوانیا کې د ډونالډ ټرمپ پر ټاکنيزه کمپاين  غونډه کې پر هغه په  ډزو چې هغه «سخت ټپي» شوى نه دى، خوشحاله ده. 

آغلې هاریس وویل: «موږ ټول باید دا ناوړه عمل وغندو او خپله ونډه ترسره کړو ترڅو ډاډ ترلاسه کړو چې څو د نور تاوتریخوالي لامل نه شي.»

 د سنا د جمهوري غوښتونکي مشر میچ مک کانیل په دې پېښه کې د ټرمپ د روغتیا د راپورونو له تایید وروسته ويلي« خوښ يم چې داسې ښکاري چې ټرمپ ښه روغتيا ښه ده،

 تاوتریخوالی د امریکا په سیاست کې هېڅ ځای نه لري.»

د ټیسلا اجراییه رییس ایلان ماسک هم ټرمپ ته د بریا هیله وکړه او ویې ویل: «زه د ولسمشر ټرمپ بشپړ ملاتړ کوم او هیله لرم چې هغه ژر تر ژره روغ شي.»

د يادونې وړ ده، چې ټرمپ په پنسلوانیا کې خپل ټاکنيز کمپاین غونډې کې د وینا پر مهال له ډزو وروسته په ځمکه را وغورځېد او امنیتي چارواکو ورسره مرسته وکړه څو پورته شي.

د سي اېن اېن په وینا ، وروسته له هغه چې هغه ودرېد خپله لاس یې پورته کړ. او په خلکو کې چیغې وهلې.

امنیتي چارواکو تر پېښې وروسته ټرمپ له سیمې وويست.

د پنسلوانیا سیمه ییز چارواکي وايي، هغه کس چې پر ډونالډ ټرمپ یې برید کړی و، وژل شوی دی.