نړۍ

پزشکيان « له فلسطینیانو د ايران د هر اړخېزه ملاتړ» په دوام ټینګار وکړ

د ایران نوي ولسمشر، مسعود پزشکيان، د «فلسطین» څخه د خپل هیواد«هر اړخېز ملاتړ» باندې ټینګار کړی دی.

د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې ښاغلي پزشکيان دغه څرګندونې د حماس ډلې مشر اسماعیل هنیه ته د یوه لیک په استولو سره کړې دي.

پزشکيان په دغه لیک کې ویلي: « موږ د اسرائیلو پر وړاندې د فلسطین ملاتړ خپله انساني او اسلامي دنده ګڼو او خپل هر اړخېز ملاتړ ته به يې دوام ورکړو.»

په دغه لیک کې مسعود پزشکيان  د حماس او اسرائیلو ترمنځ روانه جګړه د «فلسطین مقاومت» بللی دی.

د ايران ولسمشر په دغه لیک کې زیاته کړې: « زه ډاډمن یم چې د فلسطین د مظلوم ملت او د غزې د مظلوم او ځواکمن ملت د تاریخي مقابلې او په روانه جګړه کې د فلسطین د مقاومت د جنګیالیو د اتلې مبارزې په سیوري کې، فتح او الهی بریا به ګران فلسطین ته په برخه شی.»

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې مخکې پزشکيان  د لبنان د حزب الله مشر حسن نصرالله ته په یوه پیغام کې ویلي وو، چې ایران تل د اسرائیلو پر وړاندې “د سیمې دخلکو د مقاومت” ملاتړ کوي.

د يادونې وړ ده، چې ايران هغه ډلې چې په سيمه کې د امريکا او اسرائيلو د ګټو پر ضد جګړه کوي، د مقاومت محور بولي. هغه ډلې چې د نړیوالو رسنیو د راپورونو پر بنسټ د دغه هېواد له خوا یې ملاتړ کېږي.

د ایران نوي ولسمشر حسن نصرالله ته په یو پیغام کې ويلي: «ډاډمن یم چې په سیمه کې د مقاومت غورځنګونه به دغه رژیم (اسرائیل) ته اجازه ورنکړي چې د فلسطین د خلکو او د سیمې د نورو هیوادونو پرضد خپلو جګړه ييزو او جنایتکارو سیاستونو ته دوام ورکړي.»

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند متیو میلر دوه ورځې وړاندې په یوه خبري غونډه کې ويلي و چې امریکا د ایران د ولسمشر په توګه د پزشکيان په ټاکلو سره د دغه هېواد په پالیسۍ کې د بدلون تمه نه لري.