نړۍ

د امریکا په تګزاس کې«بریل» توپان له درې تنو ژوند واخيست

 بريل نومى وژونکى توپان له  دريو کسانو د ژوند اخيستلو، د لویو لارو کې د سېلابونو راوتلو، د تېلو بندرونږ د تړلو او په ټګزاس کې له ٢.٧ میلیونو څخه د زیاتو کورونو د بریښنا د پرې کېدو سبب ګرځېدلى دى.

رویټرز راپور ورکړی چې په متحده ایالاتو کې هوایی شرکتونو د بريل توپان د احتمالي زور اخيستنې له امله  يو زرو٣٠٠ الوتنې لغوه کړې دي.

د دغه راپور پر بنسټ، دغه توپان د تګزاس په سوٸل ختیځ کې سخت بادونه او بارانونه راوستي دي.

په دې راپور کې ویل شوي، چې په امریکا کې بېلابېلو هوايي شرکتونو د دغه هېواد د هوا پېژندنې ادارې له اعلان وروسته خپلې ډېرې الوتنې وځنډولې.

د متحده ایالاتو د توپان ملي مرکز (اېن اېچ سي) اعلان کړی چې بريل توپان  پرون سهار وختي (دوشنبه د جولای په اتمه) د ټګزاس ایالت ماټاګورډا ساحلي ښارګوټي ته نږدې ځمکې ته رسېدلى او دې ساحلي سيمې ته يې ډېر زیان اړولی دی.

د ټګزاس چارواکو همداراز خبرداری ورکړی چې د باد سرعت ویجاړونکی دی او د باران اندازه به ۳۸ سانتي مترو ته ورسېږي چې په پايله کې به يې د اوبو د لارې د سیلابونو او د ځمکې لاندې اوبو د پورته راتلو لامل شي.

د یادولو وړ ده چې د ټګزاس ایالت بندرونو هم د یکشنبې په ورځ د بریل طوفان د زياتوالي وروسته د کښتیو د بارولو او تشولو عملیات ځنډولي دي.