کاناډا د لومړي ځل لپاره یوه ښځه د پوځ د لويې درستیزې په توګه وټاکله.
ګلوبل نیوز راپور ورکړی چې جیني کاريګنان د کاناډا د پوځ د نوې لويې درستیزې په توګه ټاکل شوې ده.
د دغه راپور له مخې، نوموړې تر دې مخکې په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو د ماموریت په چوکاټ کې دنده ترسره کړې ده.
مېرمن کاريګنان په افغانستان، عراق او هرزګوین کې د پوځي دندې د ترسره کولو تجربه لري.
هغه په ١٩٩٠کال کې د نظامي انجینرۍ ډګر ته داخله شوه او له هغه وروسته يې د دوه جنګي انجینرۍ واحدونو قوماندانه او د ٢٠١٩ په پسرلي کې په کبک کې د سیلاب ځپليو سره د مرستو رسونې په څانګه کې د بحران عملیاتو مشري کوله.