امنیت

پکتیکا کې د زړې مرمۍ چاودنې د ۷ تنو ژوند واخیست

انځور آرشیف

د پکتیکا ولایت په برمل ولسوالۍ کې د یوې زړې ناچاودې مرمۍ د ناڅاپي چاودنې له امله ۷ تنه مړه شوي او څلور نور ټپیان دي.

پکتیکا ولایت کې د طالبانو امنیه قومندانۍ په یوه رسمي خبرپاڼه کې راپور ورکړی چې تېره ورځ ناوخته (دوشنبې د غبرګولي ۱۸مه) شاوخوا ۶:۳۰ بجې د دغه ولایت د برمل ولسوالۍ په اړونده سیمه کې د یوې زړې نا چاودې مرمۍ چادونې مرګ ژوبله اړولې ده.

د چارواکو په وینا، پېښه د برمل ولسوالۍ د «ډنګر ليګډ» په سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه چې د توپ یوه پخوانۍ او ناچاودلې مرمۍ په ناڅاپي ډول وچاودېده.

د طالبانو په وینا په دې چاودنه کې پنځو ماشومانو او دوه تنه مشرانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

ناچاودې توکي او د تېرو جګړو پاتې شونې لا هم د افغانستان په لېرو پرتو سیمو، په ځانګړي ډول په پکتیکا کې د ملکي وګړو او ماشومانو د ژوند سترو ګواښونو څخه شمیرل کېږي.

د امنیې قومندانۍ په خبرپاڼه کې ویل شوي چې ټپیان د درملنې په موخه نږدې روغتیايي مرکزونو ته لېږدول شوي دي.

افغانستان د تېرو څلورو لسیزو د خونړیو جګړو له امله، د نړۍ په کچه د ځمکنیو ماینونو او ناچاودو توکو د مرګ‌ژوبلې په کچه درېېم (۳م) هېواد دی.

د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) د ماین پاکۍ د برخې د معلوماتو له مخې، په هېواد کې هره میاشت په اوسط ډول شاوخوا ۵۰ تنه ملکیان د دغو پټو وژونکو له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي یا معیوبېږي، چې نږدې ۸۰ سلنه قربانیان یې یواځې افغان ماشومان تشکیلوي.

د دغو پېښو ۹۰ سلنه برخه د تېرو جګړو د پاتې شونو او ناچاودو مرمیو له امله رامنځته کېږي، چې د پخوانیو پوځي اډو په شاوخوا، دښتو، کروندو او حتی د ښارونو په منځ کې تر خاورو لاندې پاتې دي.

دمګړۍ د افغانستان له ۴۰۱ ولسوالیو څخه نږدې درې پر دوه برخې یې په دغو توکو ککړې دي او تر ۳ میلیونه ډېر وګړي د دغو خطري ساحو په غاړو کې ژوند کوي؛ خو په ورته وخت کې د نړیوالې بودیجې سخت کمښت د ماین پاکۍ د بنسټونو ساحوي عملیات له جدي ځنډ او خنډ سره مخ کړي دي.