د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ پخواني وزیر او پېژندل شوي لیکوال او شاعر، عبدالباري جهاني په هرات ولایت کې پر لاریون کونکو د طالبانو د ډزو په غبرګون کې ویلي، چې د طالبانو رهبر هبتالله اخندزاده پر افغانانو د دغې ډلې «تیري او تاوتریخوالي» ته مشروعیت ورکړی دی.
ښاغلي جهاني په خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې د طالبانو رهبر څو ورځې وړاندې اعلان وکړ چې «د هر هغه چا مړینه چې له ده سره بیعت ونکړي، د جاهلیت د دوران د کفارو غوندې ده».
جهاني زیاتوي، طالبان پوهېږي چې د افغانستان د نفوس اکثریت مطلقه برخه د دوی له حکومت سره مخالفه ده او بیعت یې ندی کړی، ځانګړي پهدې اساس دوی ټول مخالفین «کافر» ګڼي او د هغوی پر وړاندې هر ډول تاوتریخوالی ځان ته روا بولي.
نوموړي دغه راز پر افغانانو غږ کړی چې چوپتیا یې د طالبانو د لا جسور کېدو لامل شوې ده.
د اطلاعاتو او فرهنګ پخواني وزیر د ښوونکو په ګډون د دولتي کارکونکو لخوا د ځیرکو موبایلونو پر کارولو د طالبانو د رهبر نوی بندیز د هغوی د «زیرکۍ او پلان» یوه برخه بللې ده.
د هغه په وینا، طالبان غواړي د موبایلونو او رسنیو په بندولو سره د افغانستان اړیکه له نړۍ سره پرې کړي ترڅو په هېواد کې د نورو جنایتونو د ترسره کولو پر مهال بشپړه خاموشي وي.
هغه خبرداری ورکړی چې که حالت داسې دوام وکړي، دوی به ټول هېواد د ځانمرګو په یوه فابریکه بدل کړي.
دا غبرګونونه په داسې حال کې راپورت کېږي چې تېره ورځ په هرات کې د امربالمعروف د محتسبینو لخوا د نجونو او ښځو د نیول کېدو په غبرګون کې پراخ ولسي لاریونونه وشول.
دا ولسي اعتراضونه د طالبانو لخوا پر ډزو بدرګه شول چې پکې د یوې ښځې او یو ماشوم په ګډون لږ تر لږه دوه تنه ووژل شول او څو نور ټپیان شول.
ملګرو ملتونو (یوناما) پهدې وروستیو کې په هرات کې د لږ تر لږه ۳۰ ښځو نیول کېدل تایید کړي، خو ځانګړو سیمه ییزو چارواکو دا راپورونه رد کړي دي.
