د طالبانو ویاند، ذبیحالله مجاهد تایید کړې ده چې تېره شپه پاکستاني پوځیانو د افغانستان پر درېیو ولایتونو (کنر، خوست او پکتیکا) هوایي بریدونه کړي دي.
د مجاهد د ادعا له مخې، په دغو بریدونو کې لږ تر لږه ۱۳ تنه ملکي وګړي، چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي، وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان دي.
په بیانیه کې راغلي چې په وژل شویو کسانو کې ۱۱ ماشومان، یوه ښځه او یو د پاخه عمر سړی شامل دي.
د طالبانو ویاند تور پورې کړی چې پاکستاني پوځیانو په یادو ولایتونو کې په قصدي توګه «ملکي کورونه» په نښه کړي او دا عمل یې یو «جنایت» بللی دی.
تر اوسه پورې د پاکستان حکومت یا پوځ د دغو بریدونو په اړه رسماً څه ندي ویلي.
دا بریدونه په داسې حال کې کېږي چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د چین په «ارومچي» ښار کې وروستۍ خبرې اترې بېپايلې پای ته ورسېدې؛ که څه هم د چین د بهرنیو چارو وزارت د دواړو لورو ترمنځ د خبرو پر دوام ټینګار کړی و.
پاکستان له دې وړاندې همېشه پر طالبانو تور پورې کړی چې د دغه هېواد مخالفو وسلهوالو ډلو په ځانګړي ډول د پاکستان د تحریک طالبان (TTP) غړو ته یې په افغان خاوره کې خوندي پناهځایونه ورکړي او هغوی له دغه ځایه پر پاکستان بریدونه تنظیموي.
خو طالبانو تل دا ادعاوې رد کړې او وایي چې هیچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکاروي.
