نړۍ

د ملګرو ملتونو سرمنشي نن ازبکستان ته ځي

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش به نن (شنبه د جون ۲۹) منځنۍ اسیا ته په سیمه ییز سفر ازبکستان ته ولاړ شي.

د ملګرو ملتونو ویاند سټیفن دوجاریک په یوه خبري کنفرانس کې ويلي، له ازبکستان وروسته به ګوتریش قرغزستان، قزاقستان، تاجکستان او ترکمنستان ته هم سفر وکړي.

ښاغلي دوجاریک د دې سفر موخه د دغو هېوادونو له مشرانو او نورو لوړ پوړو دولتي چارواکو سره لیده کاته او همدارنګه د موسمي بدلون په تړاو له پروژو لیدنه ياده کړې ده.

د ملګرو ملتونو وياند وايي، ددې سازمان سرمنشي ته د شانګهای د همکارۍ سازمان سرمشریزې کې چې د جولای په څلورمه د قزاقستان په پلازمېنه آستانه کې جوړیږي، هم بلنه ورکړل شوې ده.

د سټیفن دوجاریک په وینا ، ګوټریش به د شانګهای  همکارۍ سازمان په سرمشریزه کې وینا هم وکړي.

دوجاریک ويلي، تمه کیږي چې د ملګرو ملتونو سرمنشي به په دې سرمشریزه کې د ملګرو ملتونو د منشور، نړیوال قانون او د بشري حقونو د نړیوالې اعلامیې له مخې څو اړخېزتوب ته پر ګډې ژمنې ټینګار وکړي.

هغه زياتوي چې نن ورځ په نړۍ کې د ژورو ویشونو ټينګار لکه د موسم بدلون او ډیجیټل ټیکنالوژۍ له امله رامنځته شوي دوه جدي ګواښونو ته د رسیدو لپاره د هیوادونو د یوځای کېدو مخه نیول به د شانګهای همکارۍ سازمان په سرمشریزه کې د ښاغلي ګوتريش د وینا بله برخه وي.