نړۍ

د اسرائیلي پوځ له حزب الله سره د احتمالي جګړې په درشل کې پوځي تمرینات ترسره کړل

پداسې حال کې چې اسراییل د لبنان د حزب الله په وړاندې د «ممکنه هر اړخېزه جنګ» خبرداری ورکړی، د دغه هیواد پوځ پوځي تمرینات ترسره کړل.

لانګ وار ژورنال خبر ورکړی، چې لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو او د اسرائیلو د پوځ لوی درستیز جنرال هیرزي هالوي په دغه پوځي تمرین کې ګډون کړی و.

د دغه راپور پر بنسټ، دغه پوځي تمرين د دوو ورځو (جون ۲۵ او ۲۶) لپاره د اسرائيلو په شمال کې ترسره شو.

لانګ وار ژورنال ليکلي، چې د دغه پوځي تمرينونو په درشل کې (دوه ورځې وړاندې) د اسراييلو ولسمشر اسحاق هرتزوک هم د دغه هېواد له شمالي سيمې ليدنه کړې وه.

د يادونې ده، چې د اسراييلو په شمال کې د سافد، جيش او کبوتس ښارونه شامل دي چې له لبنان سره پوله لري او کله ناکله د حزب الله د راکټي بريدونو هدف ګرځي.

د اسراییلو د لومړي وزیر دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي: «دا تمرین د هغو تمرینونو له لړۍ دی چې د اسرائیلي پوځ لوا د فزیکي چمتووالي د پیاوړتیا او په لبنان کې د برید پلانونو ارزولو لپاره يې ترسره کوي.»

په دې تمرين کې د اسراييلي پوځ د ٥٥ پياده ريزرف لوا غړو هم برخه اخيستې وه.

د لانګ وار ژورنال د راپور له مخې، د اسراييلو لومړي وزير بنيامين نتنياهو د دغه تمرين په تړاو وويل: «هغه تمرين چې ما وليد، د وړتيا، تحرک او عملي کولو له پلوه ډېر اغېزمن و».

دا په داسې حال کې ده، چې د اسرایلو د بهرنیو چارو وزیر خبرداری ورکړی چې هېواد یې د لبنان د حزب الله پر ضد د «ممکنه هر اړخیزې جګړې» په اړه غور کوي.

په عين حال کې امريکا هڅه کوي چې د اسراييلو او د لبنان د حزب الله ترمنځ ترينګلتيا کمه کړي.

په سیمه کې د کړکیچ د کمولو په موخه امریکا لا دمخه لبنان او اسرائیلو ته خپل ځانګړی استازی استولی دی.