نړۍ

نيويارک ټايمز: په زرګونو اوکراينيان د جګړې ډګر ته د نه ورتګ لپاره تښتېدلي دي

نيويارک ټايمز په خپل يو راپور کې ليکلي، چې په زرګونو اوکرايني نارينه چې د پوځ ته د ورتګ لپاره په شرايطو برابر دي له دې هېواده تښتېدلي دي څو چې د جګړې ډګر ته ونه لېږل شي.

دې ورځپاڼې نن (شنبه، د چنګاښ دويمه) لیکلي چې یو شمېر اوکرایني پوځیانو د دې لپاره ځانونه په دغه هېواد کې دننه پټ کړي چې پوځ ته له تګ څخه ډډه وکړي.

دا ورځپاڼه وايي چې د هغو کسانو شمېر چې د اوکراین په پوځ کې یې د روسیې پر ضد د جګړې لپاره نومليکنه کړې ده، هم د پام وړ او ډېر دی.

د اوکراین حکومت د ۲۵ او ۶۰ کلونو تر منځ له نارینه وو غوښتي چې د روسیې پر ضد د جګړې لپاره په پوځ کې شامل شي.

اوکرايني ځوان ولاديسلاو نيويارک ټايمز ته ويلي چې ځان يې پټ کړى، ځکه چې هغه فکر کوي چې په اردو کې شاملېدل د یو طرفه ټکټ په څېر دي.

نیویارک ټایمز زیاتوي چې د پټو شویو کسانو کره شمېر معلوم نه دی؛ خوپه ټولنيزو رسنيو  کې د خپرو شویو شمېرو له مخې، خوا اوشا لسګونو زرو ته رسېږي.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي په دې وروستیو کې له روسیې سره په جګړه کې د وژل شویو پوځیانو شمېر ۳۱ زره اعلان کړ.

هغه همداراز ټینګار وکړ چې د پوتین له خوا وړاندې شوې شمېرې سمې نه دي.

روسیې ادعا کړې چې له اوکراین سره په جګړه کې یې تر اوسه شاوخوا ۳۰۰ زره اوکرایني پوځیان وژلي دي.