نړۍ

پوتین په یوه رسمي سفر ویتنام ته تللی

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په یوه رسمي سفر ویتنام ته تللى دى.

د رویټرز په وینا، له شمالي کوریا سره د دفاعي تړون تر لاسلیکېدو وروسته د روسیې ولسمشر د ویتنام له کمونیستي مشرانو سره د خبرو لپاره دغه هېواد ته ورسېد.

د ویتنام د لومړي وزير مرستیال تران هونګ او د ګوند جګپوړی ډیپلومات لو هوی ترنګ د هانوی په نړیوال هوایی ډګر کی د پوتین هرکلی وکړ.

ښاغلي پوتین په یوه مقاله کې چې د ده د سفر لپاره چمتو شوې او د ویتنام د کمونست ګوند په ورځپاڼه کې خپره شوې، د اوکراین د کړکېچ د حل لپاره د «عملي چلند» د ملاتړ لپاره د د دې هیواد ستاینه وکړه.

پوتین به د ویتنام له لوړ پوړو چارواکو سره د خبرو سربېره د نن ورځې د ویتنام د بنسټ ایښودونکي هو چی مین له مقبرې څخه چې د هغه موميايي شوى جسد پکې ساتل شوی دی هم لیدنه وکړي.

د رویټرز په وینا، د ویتنام حکومت، چې یو بې طرفه بهرنۍ پالیسي تعقیبوي، په اوکراین باندې د روسیې د برید له غندلو ډډه کړې، هغه دریځ چې لویدیځ هیوادونه يې کرملین ته ډیر نږدې بولي.

له چین او شمالي کوریا وروسته ویتنام درېم هیواد دی چې پوتین د می په میاشت کې د خپلې پنځمې دورې له پیل راهیسې ترې لیدنه کوي.

دا له ۲۰۱۷ کال راهيسې  ویتنام ته د پوتین لومړى او په ټولیز ډول دغه هېواد ته د هغه پنځم سفر دی.