نړۍ

ایمانویل مکرون غواړي چې په فرانسوي ښوونځیو کې د «يهود ځپنې» سره مبارزه وکړي

په پاریس کې پر یوې یهودي نجلۍ د جنسي تیري په غبرګون کې د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون په ښوونځیو کې د یهود ځپنې پر ضد د مبارزې غوښتنه کړې ده.

د سي بي سي نیوز د راپور پر بنسټ، د فرانسې ولسمشر د دغه هېواد د پوهنې له وزارته غوښتي، چې په ښوونځیو کې د «د یهود ځپنې او توکم پالنې» پر ضد د مبارزې او پر دغو مسایلو د بحث لپاره غونډې وکړي.

د مکرون دا غوښتنه وروسته له هغه وشوه چې درې تنکیو ځوانانو د پاریس په څنډه کې پر یوې ۱۲ کلنې یهودي نجلۍ جنسي تېری وکړ.

تر اوسه د دغه جنسي تیري په تړاو ۳ تنه نیول شوي دي.

د نانتر ښار د څارنوالۍ دفتر ویلي دي چې دغو دریو کسانو پر دغې نجلۍ د ډله ییز جنسي تیري پر مهال «د یهودانو ضد سپکاوى» کړی و.

مکرون، چې د پارلماني ټاکنو په درشل کې دی، دې موضوع ته چټک غبرګون ښودلی دی.

د مکرون دفتر اعلان وکړ چې ولسمشر د چهارشنبه په ورځ د پوهنې له وزیر نیکول بلوبټ څخه وغوښتل چې «په ټولو ښوونځیو کې د یهود ځپنې او توکمپالنې پروړاندې د مبارزې په اړه بحثونه پیل کړي ترڅو په ښوونځیو کې د کرکې خپرېدو د جدي پایلو مخه ونیول شي.»

د سه شنبې په ماښام، په سلګونو خلک د پاریس د ښاروالۍ مخې ته راټول شوي وو او د «یهود ځپنې» شعارونو سره یې د «هغه جنسي تیری شوی ځکه چې هغه یهودۍ وه» اعتراض وکړ.

د فرانسوي رسنیو د راپورونو له مخې، د تېر کال د اکټوبر په اوومه د غزې د جګړې له پیل راهیسې په فرانسه کې د «یهودیت ضد» پېښې زیاتې شوي او د دغه هېواد اپوزیسیون ګوندونه نیوکه کوي چې په فرانسه کې «یهود ځپنه» جدي  نه نيول کېږي.