ښځې

د کانکور تر ازموینې دوه اونۍ: لاهم د انجونو د ګډون هیڅ نښه نه لېدل کېږي

د ۱۴۰۳ کال د کانکور ازموینې ته له دوو اونیو څخه کم وخت پاتې دی؛ خو په دې ازموینه کې د نجونو د ګډون کومه نښه نشته.

یو شمېر نجونې چې له دولسم ټولګي فارغې شوې وايي، طالبان باید دا ځل دوى د  زده کړو له حقه بې برخې نه کړي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د ازموینو ملي ادارې اعلان کړی، چې د ۱۴۰۳ کال د کانکور ازموینو لومړی پړاو به د غبرګولي میاشتې په ۱۷ مه نېټه ترسره شي.

نولس کلنه صدف د کانکور ازموينه کې د ګډون غوښتونکو ،له جملې يوه ده. هغه وايي، تېر کال يې د کانکور ازموينې ته د تر راتګه دقيقې شمېرلې؛ خو په پای کې طالبانو هغه او نورې ټولې نجونې د کانکور له ازموینې منعې کړې.

صدف چې له دولسم ټولګي فارغه شوې وايي: که له موږ  د کانکور ازموينه اخيستل شوى وى، ښايي اوس به زموږ په پوهنتون کې لومړى يا دويم کال وى. هغه زیاتوي،«زه غوښتل مې چې طب زده کړم او د خپلې ټولنې لپاره یو ښه ډاکټر شم.»

تمه ده چې د روان کال د کانکور ازموینه به په ۳۴ ولایتونو کې په پنځو پړاوونو کې واخیستل شي.

د طالبانو تر ادارې لاندې د ازموینو د ملي ادارې د معلوماتو پر بنسټ، د کانکور ازموینې په لومړي پړاو کې د دولسمو ټولګیو د فارغانو بایومټریک په میدان وردګو، لوګر، پروان، کاپیسا، پنجشیر، غزني، پکتیا، پکتیکا، کونړ، زابل، بامیان، سمنګان، هرات، بادغیس، غور او نورستان کې به د غبرګولي میاشتې په ۱۵مه او ۱۶مه ترسره شي او د کانکور ازموینه به د غبرګولي میاشتې په ۱۷مه، ۱۸مه او ۱۹مه ترسره شي.

يو شمېر نجونې چې له دوولسم ټولګي فارغې شوې وايي، چې د کانکور په ازموينه کې د دوى د ګډون طرزالعمل لا هم نه دى بشپړ شوى.

يوې نجلۍ چې له دولسم ټولګي فارغه شوې وويل: «هلکانو ته د کانکور په ازموينه کې د ګډون اجازه ورکول کېږي، موږ اجازه نه راکول کېږي، موږ حق لرو چې ازموينه ورکړو، موږ دولس کاله زده کړې وکړې، زموږ هڅې مه  بې پايلې »کوٸ. زما دا چې د راتلونكي کې د ګرافیک ډیزاینر شم، نو زه به دا خوب چیرته پوره کړم، کله چې زه د ازموینې اجازه نه لرم.

له بلې خوا د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت پخوانى سياسي معين په دوحه کې د نړيوال امنيتي فورم په غونډه کې وويل چې له زده کړو د نجونو منع کول د افغانستان د دود خلاف کار دى او هيڅ ډول شرعي توجيه نه لري.

په تېر حکومت کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزي وویل: افغانستان په نړۍ کې یوازینی هېواد دی چې تر شپږم ټولګي پورې نجونې ښوونځي ته نه شي تللای. اجازه راکړئ چې دا روښانه شي. دوی [نجونې او ښځې] نه شي کولی پوهنتون ته لاړ شي، دوی کار نه شي کولی او ان سوداګري نشي کولی. دا مسله نه په اسلام او نه زموږ په دود کې شته. دا خبرې بالکل د نفرت وړ دي.»

تېر کال طالبانو نجونې په کانکور ازموینې کې له ګډږن بې برخې کړې او شاوخوا یو نیم کال کېږي چې پوهنتونونه د نجونو پر مخ تړل شوي دي.