نړۍ

پوتین په دوه ورځني سفر ازبکستان ته ځي

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په دوه ورځني سفر ازبکستان ته ځي.

که څه هم د دغه سفر د وخت په اړه څه نه دي ویل شوي؛ خو د روسيې تأس خبري اژانس ليکلي، چې د ازبکستان له ولسمشر شوکت ميرزايف سره ليدنه او خبرې اترې د پوتين د سفر يوه مهمه برخه ده.

د تأس د راپور پربنسټ، د کرملین ماڼۍ د رسنیو دفتر اعلان وکړ چې پوتین او د هغه ازبک سيال به د اوسني وضعیت، د دوه اړخیزو اړیکو د لا پراختیا پر امکاناتو، ستراتیژیکو همکاریو او د متحدینو سره د اړیکو په اړه خبرې وکړي.

په دې اعلاميه کې دا هم ويل شوي چې «د سيمې روانې ستونزې» به د دواړو ولسمشرانو د غونډې له مهمو موضوعاتو څخه وي.

د دې اعلاميې پر بنسټ، پوتین او میرزایف به  د «روسیې او ازبکستان د سیمو د شورا» په غونډه کې هم ګډون وکړي.

تأس خبر ورکړی، چې د دواړو لورو ترمنځ به د دغه سفر په ترڅ کې یو شمېر ګډ تړونونه هم لاسلیک شي.

دا د روسیې د ولسمشر په توګه د ولاديمير پوتين تر ټاکل کیدو وروسته سیمې ته د هغه دریم سفر دی.