سوداګري

پاکستان د افغان لاریو راجستر کول «لازمي» کړل

پاکستان دې هېواد ته د « لنډمهاله داخلېدو جواز» لپاره له افغانستان څخه د سوداګریزو توکو بار وړونکو لاریو ثبتول لازمي کړل.

ایکسپریس ټریبیون راپور ورکړی چې دا پریکړه د جمعې په ورځ (د غبرګولي په څلورمه) د پاکستان حکومت لخوا شوې ده.

دغه خبري شبکه وايي، داسې اسناد يې ليدلي، چې له مخې يې د افغانستان سوداګريزو توکي لېږدونکي لارۍ بايد د پېښور او کويټې د سوداګرۍ او ټرانزيټ په اداره کې ثبت شي؛ څو پاکستان خاورې ته د ننوتلو لپاره د «لنډمهاله داخلېدو» اسناد ترلاسه کړي.

د دې راپور پربنسټ، همدا ډول افغان سوداګريز بار وړونکي توکي به يوازې د هغو لارو د پاکستان خاورې ته ننوځي چې له مخکې پرې هوکړه شوې ده.

په ۲۰۰۱ کال کې د ګمرکي قانون د اصلاحاتو په چوکاټ کې پاکستان هېواد ته د افغاني سوداګریزو مالونو پر داخلېدو سخت شرطونه وضع کړل، چې ورڅخه وروسته افغان سوداګریز مالونه یوازې د «ATT» په تړون کې د مشخصو لارو له لارې پاکستان ته داخلېدلای شول.

ایکسپریس ټریبیون لیکلي چې هغه موټر چې له افغانستان څخه سوداګریز توکي لیږدوي باید د موټر  څښتن د ملي کارت کمپيٶټري کاپي، د موټر د ثبت کتابچه، د موټر د تناسب تصديق او د خوندي ترانزیټ  اوسوداګرۍ لاندې د وارد شوي او صادر شوي توکو لیږد لپاره د موقتي ننوتلو اجازه ځان سره بايد ولري.

په هغه سند کې چې د دې رسنۍ لخوا لیدل شوي،دا « د لنډ مهاله ننوتلو جواز» د صادرولو او پای ته رسیدو نیټه هم لري؛ خو ویل شوي چې د نوي کولو لپاره باید د اړوند هېواد د ټرانسپورټ او سوداګرۍ ریاست ته مراجعه وشي.

د دغه راپور له مخې، په دې سند کې دا هم څرګنده شوې، چې که د سفر په ترڅ کې موټر د ټکر له امله زيانمن شي او يا يې چلوونکى يا د هغه مرستيال ټپي او يا ناروغ شي او له دېرشو ورځو زيات پاتې کېدو ته اړتيا ولري، موضوع به يې اړونده هيواد ته راجع کېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان په دې وروستیو کې دغه هېواد ته د افغان مالونو پر تګ راتګ سخت قوانین وضع کړي او کله ناکله د دواړو خواوو ترمنځ د ترینګلتیا له امله د چمن او تورخم لارې هم څو ځلې په ورځو ورځو تړل شوې دي.