افغانستان

د ۱۴۰۳ کال د کانکور ازموینې نېټه وټاکل شوه

د طالبانو تر اذ ١٤٠٣ کال دکانکور ازموینې لومړۍ مرحله به د غبرګولي میاشتې په اوولسمه نېټه ترسره شي.

د طالبانو تر ادارې لاندې د ازموينو ملي ادارې د معلوماتو له مخې، د ۱۴۰۳ کانکور ازموینه به په پنځو پړاوونو کې واخیستل شي.

لومړی پړاو به د غبرګولي په ۱۷مه، ۱۸مه او ۱۹مه په وردګو، لوګر، پروان، کاپیسا، پنجشیر، غزني، پکتیا، پکتیکا، کونړ، زابل، بامیان، سمنګان، بادغیس، هرات، غور او نورستان ولایتونو کې ترسره شي.

دوهم پړاو به د چینګاښ په لومړۍ او دوهمه په کابل ولایت کې او دریم پړاو به د چینګاښ په اوومه او اتمه نېټه په تخار، کندز، بلخ، جوزجان، سرپل، فاریاب، ارزګان، بغلان، دایکندي او بدخشان ولایتونو کې ترسره شي.

د دغې ادارې د معلوماتو پر بنسټ، څلورم پړاو به په ننګرهار، لغمان، خوست، کندهار، هلمند، فراه او نيمروز ولايتونو کې د چنګاښ  په ١٤مه او ١٦مه او پنځم پړاو چې متفرقه او «خارج مرز» ازموينې پکې شاملې وي، د چنګاښ  په ٢٤مه به ترسره شي.

دا په داسې حال کې ده چې له شپږم ټولګي څخه پورته نجونې له دریو کلونو راهیسې ښوونځي ته له تلو منع شوي دي. همدارنګه نجونې د کانکور په ازموینو کې له ګډون او پوهنتون ته له تلو منع دي.